د لاس رسي وړ اتصالات

'ماینونو روان لمریز کال کې ۱۴۰۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې'


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت چاراکي وايي چې د جګړې پر مهال د ماینونو ښخول هره ورځ له افغانانو څخه قرباني اخلي او ورته درنه مرګ‌ژوبله اړوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام‌بهاوالدین جیلاني د پنجشنبې په ورځ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل: "د ۹۹ کال په اوږدو کې په خواشینۍ سره د ماین چاودنو له امله موږ ۱۴۰۰ شهیدان او ټپیان درلودل".

ښاغلي جیلاني څرګنده نه کړه چې له دې شمیرې څو کسان وژل شوي او څو ټپیان دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې هره میاشت په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې ۱۱۸ تنه د ماین په چاودنو کې وژل کېږي او یا د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر دغه راز وویل چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې په افغانستان کې ۵۱کیلو متر مربع ځمکه له ماینونو څخه پاکه شوې ده او اوس هم د ماین‌پاکولو ډلې په څو ولایتونو کې له ماینونو څخه د ځمکو په پاکولو بوخت دي.

ښاغلي جیلاني زیاته کړه: "په ټول هېواد کې لا هم ۱۶۰۰کیلو متر مربع ځمکو کې ماینونو شته دي، په تیرو ۳۰ کلونو کې درې زره کیلو متر مربع ځمکه له ماینونو څخه پاکه شوې ده".

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر دغه راز وویل چې د تیر مالي کال په اوږدو کې د هغو سیمو یو میلیون اوسیدونکو ته چې د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي، د ماینونو او ناچاودو مهماتو د ګواښونو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG