د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي او هرات کې ماین چاودنو شپږ افغان امنیتي سرتیري وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

سیمه ییز چاراکي وايي، په دایکندي ولایت کې د محلي اردو د ټولۍ مرستیال او درې نور سرتیري د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د دایکندي والي ضیا همدرد نن چهارشنبه فبروري ۱۷( سلواغې ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن ددې ولایت په تنګي صوف سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي همدرد وویل: "د محلي اردو سرتیرو د تنګي صوف سیمه له ماینونو څخه پاکوله چې لومړی ماین یې خنثی کړ،خو دوهم ماین یې پر ټانک باندې چاودنه کړې چې له امله د ټولې د مرستیال په ګدون د محلي اردو درې سرتیري وژل شوي دي."

په دغه چاودنه کې د محلي اردو دوه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

تنګي صوف د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا له ناامنه سیمو څخه ده.

په هرات کې چاودنه

د یو بل خبر له مخې د هرات ښار ـ اسلام قلعه بندر ترمنځ پر غځېدلې لار چاودنې دوه پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي د یاد خبر په تائید سره ویلي چې دغه چاودنه نن چهارشنبه د یاې لار پر سر په «لخشک» سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د دغه دواړو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG