د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ماین چاودنې درې تنه ووژل


ماین پر یوه مسافروړونکي موټر نښلول شوی وو
ماین پر یوه مسافروړونکي موټر نښلول شوی وو

په هرات ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د ماین د چاودنې له امله درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي دا چاودنه د یوه چسپکي ماین له امله چې په یوه مسافر وړونکي فلانکوچ ډوله موټر کې ایښودل شوی وو، رامنځ ته شوې ده. هغه وویل پيښه د هرات په حاجي عباس سیمه کې شوېډه.

که څه هم ښاغلی ولي زاده په پیښه کې د وژل شوي کسانو شمیر دوه او د ټپیانو شمیر شپږ تنه ښيي ، خو د هرات روغتیایي مسؤلین وايي چې د پيښې له سیمې د هرات حوزوي روغتون ته درې مړي او څلور ټپیان وړل شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ویاند محمد رفیق شیرزي امریکا غږ ته وویل چې د دریو کسانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

تر اوسه دا روښانه نده چې ماین د چالخوا په مسافر وړونکي موټر کې ایښودل شوی وو، خو افغان چارواکي تل په دې ډول پيښو کې د دولت د مخالفو وسله والو په ځانګړي ډول د طالبانو لاس ښکیل بولي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې یوازې څو ساعته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت څلور ورځني اوربند ته پاتې دي.

XS
SM
MD
LG