د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۱کسان مړه شوي


د ترکیې په شمالي «بارتین» ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۱ کان کیندونکي مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه پرون جمعه اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) د یاد ولایت د «اماسرا» ښار په TTK په نوم کان کې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

اسوشېټيد پريس خبري آژانس د ترکي چارواکو له قوله ویلي چې د یادې پیښې پرمهال ۱۱۰ تنه کان کېدوونکي په کان کې کاره کاوه.

د ترکیې د انرژۍ وزیر فاتح دورماز خبریالانو ته ویلي چې په کان کې د رامنځته شوي اورلګېدنې مړه کولو په ګډون په دغه کان کې د پاتې ۱۵ کان کېدونکو د ژغورلو عملیات هم پيل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه اورلګېدنه لویه نه ده او په خبره یې د کنټرول لپاره یې هڅې پیل شوي دي.

د ترکیې د انرژۍ وزیر دورماز د معلوماتو په اساس په یاد کان کې چاودنه د ډبرو سکرو ګازونو د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د تلفاتو په اړه د تازه شمیرو د اعلان پر وخت وویل چې په پیښه کې ۴۰ تنه مړه شوي او تر اوسه ۵۸ کان کیدونکي ژغورل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې ټاکل شوې د پیښې ځای ته ولاړ شي په خپل ټویټر لیکلي چې ددغه پیښې په اړه به په سمه توګه پلټنې وشي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فحرتین کوسا پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ژغورل شوي کان کیدونکي د «مارتین» او ستانبول په روغتونونو کې بستر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ترکیې په لوېدیځ «سوما» سیمې یو کان کې د رامنځته شوي چاودنې له امله ۳۰۱ کان کېدونکي مړه شوي و.

XS
SM
MD
LG