د لاس رسي وړ اتصالات

د جلغوزیو حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی ـ رستمي


د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي، سږ کال د جلغوزیو حاصلات له ۱۰ نو تر ۱۲ فیصدو پورې زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ مې( لړم ۱۹ مې) امریکا غږ ته وویل چې سږ کال ۲۴ زره میټریک ټنه جلغوزي د افغانستان له بیلابیلو ځنګلونو څخه راټول شوي چې د تیر کال په پرتله زر میټریک ټنه زیاتوالی ښیي.

ښاغلي رستمي وویل چې د کرنې وزارت د ځنګلونو د احیا اوبیا جوړولو په برخه کې په ګڼ شمیر ولایتونو مخصوصا پکتیا او پکتیکا کې کار کړی دی او تر دا مهال یې په سلهاوو د جلغوزیو نهالونه یا بوټي په ځنګلونو کې کرلي دي.

هغه وویل:"موږ په لومړي پړاو کې د جلغوزیو د ځنګلونو له سیمو څخه ساتنه کوو او د ځنګلونو د بیا جوړلو په برخه کې موږ سږ کال ۶.۴ میلیون د جلغوزیو بوټو کرل په پلان کې درلودل چې ددې پروژې یوه برخه پیل شوې ده او لا هم دوام لري".

د کرنې وزارت ویاند وویل، چې د هوایي دهلیزونو له لارې چین ته د جلغوزیو صادرات ادامه لري او د افغانستان دغه میوه په بهرنیو هیوادونو کې ښه مارکیټ لري.

د ښاغلي رستمي پر وینا یوازې تیر کال ۱۶ زره میټریک ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي دي.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي چې د خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، کونړ نورستان، ننګرهار، کاپیسا او کابل ولایتونو په نیږدې ۴۴ زره هکتاره ځمکه کې د جلغوزیو ځنګلونه وجود لري.

XS
SM
MD
LG