د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایانو بیا تفریح ځایونو ته مخه کړې؛ د کرونا تلفات ۱۰۰زرو ته نژدې دي


روغتیايي چارواکي ټېنګار کوي چې بیا خلک د یو بل تر منځ فاصله وساتي
روغتیايي چارواکي ټېنګار کوي چې بیا خلک د یو بل تر منځ فاصله وساتي

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کروناویروس له کبله د تلفاتو شمېر تر ۹۷زره پورته شوی دی، په ځینو ایالتونو کې ساحلي تفریح ځایونه (بیچونه) او مۍ خانې خلاص شوي دي.

د دوشنبې ورځۍ مۍ۲۵ (غبرګولي۵) په امریکا کې په جګړو کې د وژلو شویو امریکايي سرتېرو د یاد ورځ ده، سږکال دا ورځ د کرونا له کبله د مړه شویو کسانو یاد ته هم ځانګړې شوې ده او له دې کبله د امریکا ملي بیرغ به هم نیم ځوړند وي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ به نن د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیره او مریلند ایالت د بالټیمور په تاریخي ساحل کې په جګړو کې د وژلو شویو امریکايي سرتېرو د یادښت په ځانګړو مراسمو کې برخه واخلي.

په داسې حال کې چې د کروناویروس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله په امریکا کې ډېر کسان مړه کړي چې تر دې دمه یې شمېر نژدې ۹۸زره ته رسیږي، د دغه هېواد په اکثریت ایالتونو کې د قرنطین ځینې محدودیتونه لېرې شوي دي.

په نیویارک کې چې ډېر کسان په کې مړه شوي دي، لا هم رستورانتونه او سلمانۍ تړلي دي. د ایلونایز په ایالت کې هم همدا حال دی.

خو د امریکا په ډېرو جنوبي ایالتونو کې چې ډېر بیچونه/سمندرغاړې لري، تفریحي ځایونه، حوزونه، مۍ خانې او نور ډېر کاروبارونه بیا پرانیستل شوي.

په فلورېډا کې هم د سمندرغاړې، مۍ خانې او کلپونه پرانیستل شوي دي. که څه هم چارواکي ټېنګار کوي چې باید خلک د یو بل تر منځ فاصله وساتي او ماسکونه وتړي، خو بیا هم په دغو ځایونو کې خلکو دا قیودات له پامه غورځولي.

په ځینو ځایونو کې پولیس مجبور شول چې خلک له یو بل څخه جلا کړي.

دا مهال په امریکا کې څه باندې ۱.۶میلیون خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي او اټکل دی چې تر بلې اونۍ به د مړو شمېر ۱۰۰زرو ته رسیږي.

خو په یو شمېر ښارونو کې خلکو د قرنطین د محدودیتونو په ضد مظاهرې هم کړي دي. خلک شکایت لري‌ چې قرنطین او محدودیتونو یې اقتصادونه خورا وځپل او باید کاروبار بېرته پیل شي.

د کرونا دویمه څپه؟

د رویټرز خبري اژانس وایي چې د امریکا په ۱۱ ایالتونو الاباما، ارکانساز، مینوساتا، شمالي دکوتا، نیو همشایر، مریلنډ، ماین، نېویدا، اوتا، ویرجینا او ویسکانسن کې د کروناویروس تازه پېښې ثبتې شوي دي.

لا معلومه نه ده چې دا هغه خلک دي چې مخکې معاینه شوي وو او اوس یې نتیجه معلومه شوې او که په دغو ایالتونو کې د کروناویروس دویمه څپه راغلې ده.

دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې د ټولو ایالتونو له والیانو وغوښتل چې کلیساوې، کنیساوې، جوماتونه او د عبادت نور ځایونه دې بېرته پرانیزي.

ولسمشر ټرمپ چې په امریکا کې د کاروبار او ژوند د بیا عادي کېدو کلک ملاتړی دی، هر ایالت ته اختیار ورکړی چې خپلو شرایطو ته په کتو دې د قرنطین د محدودیتونو د لېرې کولو او نه لېرې کولو پرېکړه وکړي.

د امریکا د روغتیا چارواکو خبرداری ورکړی چې د قرنطین د محدودیتونو په لېرې کولو کې بېړه او بې غوري ښايي امریکا کې نور روغتیايي ناورینونه وزېږوي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت د چین د ووهان په ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۴۰۰زره انسانان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG