د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا ویروس د ګواښونو تر څنګ د اقتصادي فعالیتونو بیا پیل


ایالتونو د خاصو تدابیرو په نیولو سره کار پیل کړی دی
ایالتونو د خاصو تدابیرو په نیولو سره کار پیل کړی دی

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د تلفاتو ارقام لا هم لوړیږي یو شمیر ایالتونو په کار و بارونو د لګیدلو محدودیتونو د کمیدو اقدامات کړي دي.

یو له دغو ایالتونو د امریکا جورجیا ایالت دی چې د ورزش کلپونو، د سلماني دوکانونو او رستورانتونو د خاصو تدابیرو په نیولو سره فعالیت پیل کړی دی.

خو په جورجیا کې د ویروس د خپریدلو کچه اوس هم د لوړیدو په حال کې ده. د صحت یو شمیر کارپوهان خبرداری ورکوي د هغو فشارونو د کمیدو هڅه چې د اقتصاد د بندیدو له امله رامنځ ته شوي، د وژونکي ویروس د خپریدو خطررامنځ ته کوي.

ډاکټر جیسن فارلي د جان هاپکنز پوهنتون استاد وايي:" د اقتصاد په پرانیستلو سره موږ یو شمیر کسان له خطر سره مخ کوو، هغه کسان چې د ویروس تاریخچه نلري خو بالاخره ممکن داسې شرایطو سره مخ شو چې خلک پکې ووژل شي او په روغتونونو کې د ناروغانو شمیر زیات شي."

که څه هم په ټوله امریکا کې خلکو کارونو ته د بیرته ستنیدو مظاهرې وکړې خو تر اوسه هم نظر پوښتنې ښيي چې خلک د ویروس د مخنیوي په خاطر پر کار و بارونو او لویو غونډو د محدودیتونو د پاتې کیدو پلوي کوي.

جمهور رئیس ټرمپ د اقتصادي فعالیتونو د بیرته پرانیستلو صلاحیت ایالتونو ته سپارلی.

هغه د (اپریل ۲۷) وویل نوې لارښونې به له تجارتونو سره مرسته وکړي چې په خونډي شکل بیرته پرانیستل شي او په ټول هیواد کې به د کرونا د معاینه کولو امکانات زیات شی.

په یو شمیر نورو ایالتونو کې هم مشخصو کارو بارونو ته د پرانیستلو اجازه شوې، ځکه د ویروس د خپریدو له امله خلک وزګار شوي او د حکومت د بیکارۍ مرستې دومره ندي چې خلک وکړای شي د کورونو کرایه ورکړي او خواړه واخلي.

د نیویارک والي انډرو کومو چې ایالت یې د ویروس له امله تر ټولو ډیر ځپل شوی ویلي دي چې د ناروغیو د کنټرول مرکز د لارښونو پر اساس به د بیرته پرانیستلو مرحله يي پلان جوړ کړي.

کرونا ویروس تر اوسه په امریکا کې کابو ۶۰ زره کسان وژلي او تر یو میلیون ډیر کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG