د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا میسیسیپي کې یوه پولیسه په ډزو کې وژل شوې او څو تنه ژوبل دي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د میسیسیپي په ایالت کې پولیس چارواکي وايي د دغه ایالت د دیلتا په سیمه کې یوه پولیس افسره په ډزو کې وژل شوې او یو شمېر نور خلک ژوبل شوي دي.

د وژل شوې پولیس افسرې نوم میشا سټیوارټ ښودل شوی دی. چارواکي وايي میشا او ځينې نور پولیس افسران د یو تیلیفوني تماس له ترلاسه کولو وروسته د ګرین ویل سیمې ته ولاړل.

د میسیسیپي د عامه حفاظت کمېشنر سین ټېنډل وايي پېښه د چهارشنبې په شپه شوې ده. نوموړي د وژل شوې افسرې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورنکړل او نه یې هم وویل چې بریدګر پېژندل شوي دي که نه.

د دغه ایالت والي ټاټي ریویس نن چهارشنبه اکتوبر ۱۲ (تله۲۰) په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي دي: «د سټیوراټ په وژل کېدو خواشینی یم. راځئ چې په ګډه د هغې کورنۍ، ملګرو او د ګرین ویل د پولیسو ټولې څانګې ته دعا وکړو.»

د پولیسو د تحقیقاتو څانګه د دغې پېښې په اړه پلټنې کوي.

د «دیلتا دموکرات-ټایمز» د راپور په اساس په دغه شپه د ګرین ویل په څو سیمو کې ډزې شوي دي. د دغه ښار ښاروال ایریک ډي سیمونز په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پولیسو له مشر مارکوز ترنېر سره یې په ګډه د پولیس افسرې سټیوارټ له کورنۍ سره لیدلي دي.

ښاروال له خلکو څخه غوښتي دي چې «په دغه سخت حالت» کې دعاوې او همکاري وکړي.

د امریکا په ځینو سیمو کې وخت ناوخت په وسله والو بریدونو کې خلک وژل کېږي او ژوبل کېږي. امریکا کې خلک د وسلو ګرځولو قانوني حق لري او دا مسئله اوس د واکمن دموکرات ګوند او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ په یو لوی سیاسي بحث بدله شوې ده.

د دغې پېښې دقیقه انګیزه لا تر اوسه نه ده معلومه.

XS
SM
MD
LG