د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د خپلواکۍ په رسم ګذشت کې ډزې شوي او شپږ تنه پکې وژل شوي


د برید ځای
د برید ځای

د امریکا دمتحدو ایالتونو د شیکاګو په ښار کې پولیس وايي چې د استقلال د ورځې د نمانځنې په رسم ګذشت کې ډزې شوي او لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

چارواکي وايي په برید کې ۳۰تنه نور ژوبل شوي دي او روغتون ته انتقال شوي.

پېښه د دوشنبې په ورځ جولاۍ څلورمه (چنګاښ ۱۳) په ځایي وخت د سهار په لسو بجو د هالینډ په پارک کې شوې ده.

پولیسو یو دوه ویشت کلن هلک د پیښې په تړاو نیولی. سره لدې چې پولیسو تر اوسه ندي ویلي چې دا برید به د رابرټ ای کرایمو په نامه شخص کړې وي خو هغوي ویلي چې همدا کس یې د برید په شک نیولی.

جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې ده او میرمن یې جل بایډن په پیښې ټکان خوړلی او دا پیښه یې "بې منطقه وسله وال" تشدد بللې.

د شیکاګو سن-ټایمز ورځپاڼه وايي چې دغه برید د رسم ګذشت مراسم هم ګډوډ کړي دي. د دغه اژانس یو خبریال په سیمه کې درې مړي هم لیدلي دي چې پراته وو.

د ګینا ترویاني په نوم یوه مېرمن، چې خپل زامن یې رسم ګذشت ته راوستي وو، وايي چې لومړی یې لوړ غږ واورېده او بیا یې خلک ولیدل چې اخوا دیخوا تښتي او چیغې وهي چې ډزې دي.

د جولاۍ څلورمه په امریکا کې د استقلال ورځ په توګه نمانځل کېږي او په ټول هیواد کې رسمي رخصتي وي.

امریکا کې دا کسان پداسې حال کې وژل کیږي چې جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت د وسلو د کنټرول لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړه.

دا په تیرو شاوخوا ۳۰ کالونو کې په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول یوه تر ټولو ستره لایحه ده چې منظوریږي.

جمهور رئیس جو بایډن د دې لایحې د لاسلیک پر وخت چې میرمن یې جل بایډن تر څنګ ولاړه وه وویل، "دا یوه تاریخي ورځ ده. که د خدای خوښه وي دا به ډیر ژوندونونه وژغوري".

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي

XS
SM
MD
LG