د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: د افغان ورزشکارانو اتلولۍ د ځان لپاره مثال وګرځوي


د لوبې په دویم رونډ کې ولي هوتک د باربوسا پر مخ په زنګانه ووهه او هغه یې نک اوټ یا د لوبې بهر کړ. 
د لوبې په دویم رونډ کې ولي هوتک د باربوسا پر مخ په زنګانه ووهه او هغه یې نک اوټ یا د لوبې بهر کړ. 

د ازادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال لیونارډو باربوسا ته ماتې ورکړه.

د رنکس اتلانو شپې په نوم اووه سیالۍ پرون ماښام فبروري ۱۱ (لیندۍ۲۳) د کابل پر وخت ناوخته پیل او د شپې یوولس بجې ختمې شوې.

د دغې شپې مرکزي لوبه د احمد ولي هوتک او باربوسا وه. باربوسا په خپلو کارنامو کې د ۱۹ لوبو بریا او د اوه ماتو تجربه درلوده.

د لوبې په دویم رونډ کې ولي هوتک د باربوسا پر مخ په زنګانه ووهه او هغه یې نک اوټ یا د لوبې بهر کړ.

دا لومړی ځل و چې د (MMA) یو بهرنی سیال افغانستان ته د لوبې لپاره راغلی و.

هوتک امریکا غږ ته په یو ویډیويي پیغام کې خپلو مینه والو ته د لوبې مبارکي ویلې.

د ولي هوتک بریا په ملي کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګنو مینه والو، سیاسونو او نامتو څېرو هوتک ستایلی او دغه شان لوبې یې د ملي یووالي لپاره مناسبه لاره په ګوته کړې ده.

د ارګ نه په خپرې شوې اعلامیې کې هم افغان ولسمشر د ولي هوتک دغه بریا ستایلې او مبارکي یې ورته ویلې ده.

په اعلامیې کې د محمد اشرف غني له قوله راغلي: "لوبغاړي زموږ ریښتني اتلان او استازي دي. دوی په نړیوالو ‌ډګرونو کې د افغانستان بیرغ رپاند ساتلی دی."

هغه هیله ښودلې چې د هېواد ځوانان دې د ورشکارانو د لاسته راوړنو او اتلولۍ د ځان لپاره مثال وګرځوي.

تېره شپه د ولي هوتک او باربوسا سربېره شپږ نورې لوبې هم وشوې.

په یوې بلې لوبې کې ایراني حمید رضا قلیپور د پاکستاني کامران جوت سره سیالي وکړه چې ایراني لوبغاړي میدان وګټه.

XS
SM
MD
LG