د لاس رسي وړ اتصالات

د موبایل مخترع وايي تیلیفون به ډیر ژر د ناروغیو د درملنې د پاره وکارول شي


امریکايي انجنیر مارټین کوپر لومړنی ګرځنده تلیفون ښيي چې نوموړي په ۱۹۷۳ کې اختراع کړ.
امریکايي انجنیر مارټین کوپر لومړنی ګرځنده تلیفون ښيي چې نوموړي په ۱۹۷۳ کې اختراع کړ.

امریکايي انجنیر مارټین کوپر چې ۵۰ کاله مخکې یې موبایل تیلیفون اختراع کړ وايي، لیرې نده چې موبایل د ناروغیو د درملنې دپاره وکارول شي.

دا ۹۴ کلن انجنیر چې د "موبایل تیلیفون په پلار" شهرت لري، وايي دغه وړه وسیله چې زموږ په جیبونو کې ده، خورا ډیر ظرفیت لري.

هغه وویل: "ممکن زما خبره مبالغه ښکاره شي، خو زه ویلای شم چې یو نسل وروسته به موبایل تیلیفونونه د ناروغیو د درملنې دپاره کارول کیږي."

کوپر وايي، پرمختللي تیلیفونونه به د انسانانو له وجود سره داسې وتړل شي چې ناروغۍ وڅاري او له ناروغ کیدو وړاندې انسان پرې خبر کړي.

خو د اوس دپاره کوپر وايي، د موبایل تیلیفونونو مشکل دا دی چې خلک یې په کتلو باندې له اندازې زیات وخت لګوي.

مارټین کوپر وايي، خلک باید د موبایل په استعمال کې له اعتدال څخه کار واخلي او په ساعتونو پکې سترګې ښخې نکړي.

هغه وویل: "د داسې خلکو په لیدلو ډیر تعجب کوم چې له سرک څخه د تېرېدلو پر وخت په خپل موبایل کې یې سترګې ښخې کړي وي. دې خلکو خپل اعصاب له لاسه ورکړي دي."

کوپر چې دا وخت د کلیفورنیا په ایالت کې اوسیږي، د تمسخر په ډول وویل: "یو ځل چې څو کسان د موټر لاندې شي بیا به پوه شي."

هر ځل چې نوی ایفون بازار ته راځي، کوپر یې اخلي خو وايي، په تیلیفون کې په میلیونونو اپلکیشنونه له اندازې زیات دي.

هغه زیاته کړه: "زه به هیڅکله ونکړای شم تیلیفون په هغه ډول استعمال کړم چې زما لمسیان او کړوسیان یې استعمالوي."

د موبایل اختراع

مارټین کوپر وايي له خپل موبایل تیلیفون څخه تر ډېره له خلکو سره د تماس نیولو دپاره کار اخلي. خو د نن سبا موبایل تیلیفونونه د خښتې په څېر هغه تیلیفون سره ډېر توپیر لري چې نوموړي په ۱۹۷۳ کال کې اختراع کړی و.

کوپر هغه مهال د موټورولا په شرکت کې د انجنیرانو د هغې ډلې مشر و چې د لومړني موبایل تیلیفون په جوړولو یې کار کاوه.

موټورولا په دغې پروژې میلیونونه ډالر لګولي وو. هغه مهال د ګرځنده تیلیفون د جوړولو دپاره د شرکتونو تر منځ سیالي روانه وه.

د "بیل سیستم" شرکت انجنیرانو له موټورولا وړاندې د ۱۹۶۰ په لسیزه کې ګرځنده تیلیفون جوړ کړی و، خو بطري یې دومره غټه او درنه وه چې انتقالول یې سخت وو او له همدې کبله په موټرو کې نسب شوي وو.

کوپر وايي، د ۱۹۷۲ کال په وروستیو کې ورسره فکر پیدا شو چې داسې سپک تیلیفون جوړ کړي چې خلک یې له ځانه سره وګرځولای شي.

هغه ددې کار دپاره د موټورولا په امکاناتو د انجنیرانو یوه ډله جوړه کړه او د درې میاشتو هلو ځلو په نتیجه کې یې د DynaTAC په نوم لومړنی موبایل تیلیفون اختراع کړی.

کوپر وویل: "دا تیلیفون تقریبا یو کیلو وزن درلود او بطرۍ یې د ۲۵ دقیقو خبرو دپاره کار ورکاوه." دی وايي، هغه مهال یې اندېښنه بطرۍ ته نه بلکه د تیلیفون وزن ته وه چې د څو دقیقو دپاره غوږ ته نیول یې ستونزمن وو.

کوپر وايي، لومړنی زنګ یې د ۱۹۷۳ کال د اپریل په درېیمه د خپل رقیب شرکت "بیل سیستم" انجنیرانو ته وواهه چې د خپلې اختراع په اړه خبر ورکړي.

د یو موبایل تیلیفون قیمت ۵۰۰۰ ډالر و، چې د کوپر په خبره، په ۱۹۷۰ لسیزه کې ډیرې پیسې وې.

خو د موبایل تیلیفون د صنعت پرمختګ دوام وکړ. کوپر وايي، تر اوسه لا د خبرې سر دی او "په راتلونکي کې موبایل تیلیفونونه به زموږ په تعلیمي نظام او عامه روغتیا کې بنسټیز نوښتونه رامنځته کړي."

XS
SM
MD
LG