د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: تحریک طالبان پاکستان مشر د ډورن برید کې وژل شوی


پاکستاني سرچینې وايي، د ډرون په برید کې د مولوي فضل الله سره څلور وسله وال هم وژل شوي دي
پاکستاني سرچینې وايي، د ډرون په برید کې د مولوي فضل الله سره څلور وسله وال هم وژل شوي دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل االله د چهارشنبې په شپه کله چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د کونړ ولایت د مرورې په ولسوالۍ کې په یو موټر کې حرکت کاوه، ورباندې هوايي برید شوی، چې له امله مولوي فضل الله او په موټر کې ورسره سپاره نور وسله وال وژل شوي دي.

د دفاع وازت ویاند جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل "مولوي فضل الله، چې د پاکستاني طالبانو مشر و، د پچي په سیمه کې، چې د مرورې ولسوالۍ پورې مربوط سیمه ده په هوايي برید کې له منځه تللی دی."

پاکستان کې امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې دا برید د چهارشنبې د شپې په پاوکم دولس بجو شوی، چې په ترڅ کې یې د مولوي فضل الله څلور ملګري، چې په موټر کې ورسره سپاره وو هم وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، چې د برید وروسته د مولوي فضل الله مړی د پچي په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.

خو تراوسه د تحریک طالبان پاکستان ډلې د خپل مشر وژل کیدل نه دي تائید کړي.

مولوي فضل الله باندې د ډرون د برید خبر په واشنګټن کې امریکايي چارواکو رسنیو سره شریک کړی وو.

د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د جون د میاشتې په ۱۳ مه شپه یې د افغانستان د کونړ په ولایت کې د افغانستان او پاکستان سرحد سره نږدې د تروریزم پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د یوې تروریستي ډلې د یو لوړپوړي مشر پرخلاف هوايي عملیات ترسره کړي.

د امریکا دفاع وزارت د دغه برید په اړه او دا چې د برید په پایله کې څه پیښ شوي د معلوماتو له شریکولو ډډه کړې ده.

مولوي فضل الله په ۲۰۱۲ کال کې پر ملاله یوسفزۍ او په ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې د ارمي پبلیک سکول په نوم د ماشومانو پر یو ښوونځي بریدونو تنظیمولو کې د پاکستان د پوځ له خوا تورن ګڼل کیده. په دغه برید کې ۱۵۱ تنه چې ۱۳۰ یې ماشومان وو، وژل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د هغه په سر باندې د پنځه میلیونو ډالرو انعام ایښی وو.

د همدې کال د مارچ په میاشت کې د کونړ په ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د مولوي فضل الله زوی او د تحریک طالبان پاکستان ۲۰ نورو وسله وال هم وژل شوي وو.

د تحریک طالبان پاکستان په مشر دا برید کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سفر دوه ورخې وروسته شوی دی.

XS
SM
MD
LG