د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کابل ته د پاکستان "ضد طالبانو" لست سپارلی


پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر پاکستاني طالبان افغانستان کې دیره دي
پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر پاکستاني طالبان افغانستان کې دیره دي

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په سوات کې د پاکستان پر پوځ برید هغو طالبانو کړی چې "افغانستان کې مېشت" دي.

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته د هغو "ترهګرو لست سپارلی" چې د ادعا له مخې په "افغانستان کې پناه ځای" لري.

اسلام اباد کې د پاکستان سفارت مرستیال زردشت شمس امریکا غږ ته وویل چې د "پاکستان د بهرنیو چارو وزارت موږ ته یو یادښت وسپاره او موږ هم کابل" ته واستوه.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په سوات کې د پاکستان پر پوځ برید هغو طالبانو کړی چې "افغانستان کې مېشت" دي.

په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال ایاز ګل وايي چې پاکستاني چارواکو په یادښت کې داسې شواهد هم ځای کړي چې "د سوات برید افغانستان کې مېشتو پاکستاني طالبانو کړی دی. همدغه راز په یادښت کې په افغان خاوره کې د نورو اورپکو د پناه ځای د موجودیت په اړه هم شواهد" وړاندې شوي دي.

تېره میاشت د سوات په دره کې د پاکستاني پوځ په یو مرکز ځانمرګی برید وشو او ۱۱ تنه یې ووژل. پاکستاني طالبانو ادعا وکړه چې دا برید هغوی کړی دی.

پاکستان او افغانستان پر یو بل تور لګوي چې د یو بل ضد اورپکي پالي او ساتي، خو کابل د اسلام اباد او اسلام اباد د کابل تورونه تل ردوي.

افغان حکومت او امریکايي چارواکي په دې باور دي چې پاکستان په خپلې خاورې کې طالبان ساتي روزي او بیا یې د بریدونو لپاره افغانستان ته استوي.

څو میاشتې مخکې افغانستان پاکستان ته د لسګونو اورپکو او د هغوی د مشرانو لست وسپاره چې باید یې په اړه جدي اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG