د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د طالبانو الفتح عملیات ناکام دي


اسد الله خالد وايي طالبانو تر خپلې ولکې لاندې یو شمیر سیمې له لاسه ورکړي دي
اسد الله خالد وايي طالبانو تر خپلې ولکې لاندې یو شمیر سیمې له لاسه ورکړي دي

د افغانستان دفاع وزیر وايي طالبان د الفتح په عملیاتو کې ناکام دي ځکه ددې ډلې جنګیالي ونه توانیدل چې ښارونه ونیسي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل، پر دې سربیره طالبانو یو شمیر هغه سیمه له لاسه ورکړي چې پخوا یې ولکه پرې درلوده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د پراخو ناامنیو شاهد وو چې پکې په سل ګونه کسان ووژل شول.

په داسې حال کې چې په افغانستان د ( سپټمبر په ۲۸ - تلې په ۶ ) نیټه د جمهوري ریاست انتخابات کیږي ، طالبانو خبرداری ورکړی چې د رایې ورکونې په مرکزونو او محلونو به بریدونه وکړي.

دفاع وزیر
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:19 0:00

XS
SM
MD
LG