د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د کرونا ضد یو بل واکسین هم منظور شو


د مودرینا واکسین هم په کلینکي آزمایښتونو کې ۹۵ په سلو کې اغیزمنتوب درلود.
د مودرینا واکسین هم په کلینکي آزمایښتونو کې ۹۵ په سلو کې اغیزمنتوب درلود.

د ماهرینو د یوې خپلواکې کمیټې غړیو د ۷ ساعتونو بحث وروسته په بیړني حالت کې د کرونا ضد یو بل واکسین ته چې د امریکا د دارو درملو د جوړولو مودرینا شرکت تولید کړی، استعمال منظور کړ.

د مودرینا د واکسین نه وړاندې د امریکا د خوړو او دارو درملو ادارې مسؤلینو د کرونا ضد فایزر او بایونټیک واکسین استعمال ته هم اجازه ورکړې وه.

په امریکا کې پداسې وخت کې په عاجل حالت کې د یو بل واکسین استعمال منظوریږي چې پدې هیواد کې کرونا ویروس شاوخوا ۳۱۰ زره کسان مړه کړي.

د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ۱۷ ملیون نه زیات کسان پدې ویروس اخته شویدي.

د امریکا د خوړو او دارو درملو د ادارې کمیشنر سټیون هان ویلي دي چې ښایي نن د جمعې د ورځې تر پایه د مودرینا واکسین ته اجازه ورکړل شي.

د مودرینا شرکت ویلي چې د منظورۍ نه وروسته دغه شرکت به تقریباً ۹ ملیونه ډوزه واکسین انتقال کړي او په لومړي پړاو کې به د روغتیایي چارو کار کوونکي او هغوي چې د پاخه عمر کسانو حفاظت کوي، واکسین شي.

تیره اونۍ هم یوه ورځ وروسته تر دې چې د ماهرینو کمیټې د فایزر واکسین منظور کړ ، د خوړو او دارو درملو ادارې په عاجل حالت کې دې واکسین ته اجازه ورکړله.

د مودرینا او فایزر دواړو واکسینونو په کلنیکي آزمایښتونو کې ۹۵ په سلو کې اغیزمنتوب ښودلی خو د مودرینا واکسین خوندي ساتل لږې سړې هوا ته اړتیا لري او د لیرې پرتو او کلیوالو سیمو لپاره د فایزر واکسین په پرتله غوره بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG