د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین د انتقال بهیر


د فایز شرکت د واکسینونو بهیر چې د مشیګن په ایالت کې تولیدیږي، نن د یکشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۳) د هوایي ترانسپورت له لارې پیل کیږي.

د فایزر واکسین یوه ځانګړتیا داده چې په ډیر سخت ګنګل شوي محیط یعنی د سانتیګراد په منفي ۷۰ درجو کې باید وساتل شي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې ددغه واکسین د تطبیق بهیر د دوشنبې په ورځ پداسې حال کې پیل کیږي چې پدې هیواد کې د کروناویروس مړینې له ۳۰۰ زرو تنو ته نژدې شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې څه دپاسه ۱۶ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

د دونالد ټرمپ د ادارې د کروناویروس واکسین د چټک جوړولو د پروګرام رئیس جنرال ګستاف پیرنا، وویل چې لومړی به دغه واکسین ۱۵۰ مرکزونو ته وویشل شي او د چهارشنبې تر ورځې به د فایزر د واکسین ۴۵۰ نورو مرکزونو ته هم ورسیږي.

د امریکا د غذا او درملو ادارې د جمعې په ورځ د واکسین بیړنۍ استفاده منظوره کړه چې د امریکا د فایزر او د جرمني بایوان‌تیک شرکتونو په ګډه جوړ کړی دی.

د فایزر شرکت په یو ټویټ کې لیکلي چې دغه واکسین به د ۱۶ کلنو او له هغه څخه پورته عمر لرونکو کسانو ته تطبیق شي.

دغه شرکت ویلي چې د دوی واکسین ۹۵ فیصده ګټور دی.

تمه ده چې روغتیایي کارکوونکي او زیات عمر لرونکي خلک لومړني کسان وي چې په روانه میاشت کې به واکسین شي.

اټکل شوی چې په روانه میاشت کې به ۲.۹ دوزه واکسین خلکو ته تطبیق شي.

د موډرنا شرکت د واکسین د منظورۍ په صورت کې به د امریکا حکومت په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د واکسیناسیون بهیر چټک کړي.

د فایزر او بایوان‌تیک شرکتونو واکسین لومړی ځل د اپریل په میاشت کې په بریتانیا کې منظور شو او او روانې میاشتې په لومړیو کې یې په بریتانیا کې تطبیق پیل شو.

کاناډا، مکسیکو، بحرین او سعودي عربستان هم د فایزر شرکت واکسین منظور کړی دی.

XS
SM
MD
LG