د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان کې د کرونا ضد واکسین تطبیق پیل شو


په سعودي کې د کروناویروس ضد واکسین پیل
په سعودي کې د کروناویروس ضد واکسین پیل

سعودي عربستان لومړنی عربي هیواد دی چې د فایزر او بایوان‌تیک د شرکتونو لخوا جوړ شوی د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کولو بهیر یې نن د دسمبر په ۱۷ (لیندۍ ۲۷) پیل کړ.

د سعودي عربستان روغتیایي مقاماتو د روانې اونۍ په پیل کې ددې هیواد له اوسیدونکو وغوښتل چې د واکسین کولو لپاره نومونه ولیکي. ددې هیواد د مقاماتو په وینا واکسین ټولو ته وړیا دی.

د عربستان د روغتیا وزیر توفیق الربیعه، یو له لومړنیو کسانو څخه و چې د رسنیو پر وړاندې یې دغه واکسین ترلاسه کړ.

ښاغلي ربیعه د واکسیناسیون له مرکز څخه خبریالانو ته وویل: "نن ددغه کړکیچ د تسکین پیل دی."

هغه زیاته کړه: "په تیرو نهه میاشتو کې ما په ډیرې اندیښنې ورځني ارقام څارل. خو نن زه په خوښۍ سره د هغو کسانو څارنه کوم چې واکسین ترلاسه کوي."

هغه وویل چې د واکسیناسیون مرکزونه په ټول هیواد کې جوړیږي. عربستان د فایزر شرکت د واکسین دوه بنډلونه د چهارشنبې په ورځ ترلاسه کړل.

د عربستان روغتیایي مقاماتو ویلي دي چې واکسین به د څو پړاونو په ترڅ کې وشي. لومړني پړاو کې هغه کسان شامل دي چې زیات له خطر سره مخامخ دي. په دوهم او درېیم پړاونو کې د ۵۰ کالو پورته عمر لرونکي واکسین کیږي.

د رپوټونو له مخې تر اوسه په عربستان کې څه دپاسه شپږ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او پدې هیواد کې ۳۶۰ زره کسان پدې ناروغۍ اخته دي.

که څه هم چې د عربستان حکومت څو میاشتې مخکې د محدودیتونو لرې کول پیل کړل، خو بیا هم توانیدلی دې چې د دغه ویروس د نوې څپې مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG