د لاس رسي وړ اتصالات

'بایډن د افغان امنیتي سرتیرو او سولې د بهیر د ملاتړ ډاډ ورکړی'


نوموړي کابل ته د سفر پرمهال تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.
نوموړي کابل ته د سفر پرمهال تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډین ټامپسون له افغان چارواکو سره د ولسمشر جو بایډن پیغام شریک کړی دی.

نوموړي کابل ته د سفر پرمهال تیره ورځ اپرېل ۲۵( غويي۵) د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

د امنیت شورا د اعلامیې له مخې د جو بایډن په پیغام کې ویل شوي چې امریکا به د افغان امنیتي سرتېرو سره مرستو او د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.

په بیان کې راغلي: "ښاغلي ټامپسون د امریکا د ولسمشر جوبایډن پیغام هم راوړی و چې متحده ایالات به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له افغانستان سره خپلې پراختیایي مرستې او د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي."

د امنیت شورا د معلوماتو په اساس حمدالله محب ویلي چې افغان حکومت د بایډن د پرېکړې درناوی کوي او په وینا یې له بهرنیو سرتېرو سره به د وتلو په برخه کې او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې په موخه له نږدې همکاري وکړي.

محب همدارنګه ویلي چې افغان ځواکونه د هیواد د دفاع وړتیا لري او له خپلو متحدانو سره د ترویزم پر ضد مقابله کې د اعتماد وړ دي.

د پاکستان له ځانګړي استازي د افغان چارواکو لیدنه

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي چې حمدالله محب تیره ورځ کابل کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدنه کې پر افغان سوله، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دواړو لورو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو، سیمه ییز اتصال له ازبکستانه تر پېښوره د وسپنیزې پټلۍ جوړېدو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي هم بحثونه کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تیره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.

XS
SM
MD
LG