د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د افغانستان د راتلونکې ضمانت هیڅوک نشي کولی


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وایي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هیڅوک د افغانستان د راتلونکې ضمانت نشي کولی.

خو ښاغلی سلیوان ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالات به هغو تروریستي ګواښونو ته پام کوي چې سرچینه یې په افغانستان کې وي.

د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان نن یکشبه د اپریل ۱۸ (وري۲۹) د امریکا د فاکس نیوز تلویزوني شبکې سره په مرکې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې که چیرته په افغانستان کې هماغه شان حالت راشي لکه په ۲۰۱۱ کال کې د عراق نه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته چې راغی، وویل چې "جمهور رئیس جو بایډن افغانستان ته د امریکایي عکسرو بیا لیږلو هیڅ نیت نلري."

ښاغلي سلیوان زیاته کړه، " زه د دې ضمانت نشم ورکولی چې په هغه هیواد (افغانستان) کې دننه به څه وشي. دا هیڅوک نشي کولی. "

په عراق کې د امریکایي عکسرو تر وتلو وروسته د اسلامي دولت یا داعش ډلې ډیرې سیمې د حکومت نه ونیولې او د امریکا د هغه وخت جمهور رئیس براک اوباما مجبور شو چې یو ځل بیا امریکایي عسکر عراق ته واستوي.

سلیوان پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان حکومت او ولس ته د منابعو په برابرولو، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او تجهیز په برخه کې تر خپلې وسې کار کړی او زیاته یې کړه چې "اوس د دي وخت رارسیدلی چي امریکایي عسکر بیرته هیواد ته راستانه شي او د افغانستان ولس د خپل هیواد دفاع وکړي."

د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د دې څرګندونو نه وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د یو بل تلویزیون، سي ان ان سره په مرکې کې ویلي و چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هیواد دفاع توان لري او دوه کاله کیږي چې ۹۰ په سلو کې ټول عملیات پخپله کوي.

XS
SM
MD
LG