د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د مې په لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل پیلوو


وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، ناټو هم ویلي چې د مې په لومړۍ نېټې به له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ ناوخته اپریل ۱۴ (وري ۲۵) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په تړاو د امریکا تصمیم ته په پاملرنې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هم په دې اړه بحثونه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو بحثونو په پای کې تصمیم نیول شوی چې له افغانستان څخه د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو ایستل هم د مې په لومړۍ نیټه پیل شي.

خو د ناټو سرمنشي ټینګار کړی: "زموږ وتل به منظم، همغږي او په پوهاوي سره وي. موږ نیت لرو چې په څو میاشتو کې د ځواکونو ایستل پای ته ورسوو".

ښاغلي سټولټنبرګ خبرداری ورکړی چې د وتلو په بهیر کې د ناټو پر سرتیرو باندې د طالبانو هر ډول برید به له تند غبرګون سره مخ شي.

د ناټو سرمنشي ویلي چې دا تصمیم اسانه نه دی او له ګواښونو سره به مل وي خو زیاته کړې یې ده: "دا له افغانستان سره زموږ د اړیکو پای نه دی، بلکې د یو نوي څپرکي پیل دی".

د ښاغلي سټولټنبرګ په وینا اوس د تلپاتې سولې راوستل د افغانانو په غاړه دی او په دې سره به تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو بشري حقونه خوندي شي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن تېره ورځ د اپریل په ۱۴ (وري ۲۵) وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر به د مې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د سپټمبر له ۱۱ وړاندې به پای ته ورسېږي.

ناټو دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ او امریکا ۲۵۰۰ سرتیري لري چې افغان ځواکونو ته د سلامشورې، روزنې او د هغوی د تجهیزولو په برخو کې همکاري کوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د چهارشنبې په ورځ د امریکا له جمهور رئیس سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې هېواد یې د عسکرو د ایستلو په اړه د امریکا د تصمیم درناوی کوي.

ښاغلي غني په خپل ټویټر کې لیکلي: "له دې سره هم‌مهاله چې موږ د خپل مشرکت بل پړاو ته وردننه کېږو، د سولې په روانو هڅو کې به له خپلو امریکايي او ناټو شریکانو سره کار ته دوام ورکړو".

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو تصمیم ته درناوی لري، خو زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه د دفاع وړتیا لري.

ښاغلي محب ویلي چې د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته چې د ۲۰۲۰ په فبروري کې لاسلیک شو، د تروریزم ضد ټول عملیات د افغان ځواکونو له خوا طرحه رهبري او ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG