د لاس رسي وړ اتصالات

محسن داوړ: د پښتنو د استاځیتوب زیاتیده لویه کامیابي گڼم


محسن داوړ په پارلمان کې د وینا په مهال
محسن داوړ په پارلمان کې د وینا په مهال

د پاکستان پارلمان د محسن داوړ هفه لایحه منظوره کړه چې په اساس به یې په صوبایي او قومي اسمبلیو کې د قبایلو د استاځو شمیر زیات شي.

د پاکستان په اساسي قانون کې د دغه تعدیل نه وروسته به په قومي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو د استاځو شمیر د ٦ نه ١٢ ته او په صوبایي اسمبلۍ کې د ١٦ نه ٢۴ ته لوړ شي.

محسن داوړ چې په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره یې دغه لایحه وړاندې کړي وه، دغه لویه کامیابي گڼي. هغه امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان په اساسي قانون کې تر اوسه پورې ٢٥ تعدیلونه شویدي چې دغه ټول د حکومت لخوا د وړاندې شوو لایحو په اساس شوي.

محسن داوړ وایي "دا لمړنی ځل دی چې د پاکستان په پارلمان کې د یو داسې غړي لایحه تصویب کیږي او په اساسي قانون کې د تعدیل سبب گرځي چې د حکومت برخه نه وي. دغه په پاکستان کې د 'شخصي غړي لایحه' بلل کیږي."

د سیاسي چارو ځینې کارپوهانو په اساسي قانون کې په تعدیل اندیښنې څرگندې کړیدي او وایي چې د دغې نوي لایحې د تصویبیدو نه وروسته به په صوبې کې د جولایي په ٢ نیټه کیدونکي انتخابات وځنډیږي ځکه اوس به حکومت د انتخاباتو لپاره نوې حلقې جوړوي.

محسن داوړ د هغو اندیښنو په ځواب کې چې دغه به په قبایلي سیمو کې د انتخاباتو د ځنډیدو سبب شي، وویل دغه ټولې اندیښنې بی بنیاده دي چې وایي گوندې دا به د پي ټي ایم د غړیو تر منځ اختلافات پیدا کړي او یا به تحریک ضعیفه کړي. هغه وویل

"د انتخاباتو څو میاشتې ځنډیده څه لویه خبره نه ده خو دا به د پښتون قام په گټه تمامه شي. د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو نمایندگي زیاتول ډیره لویه کامیابي گڼم. دا د یوې یا د دوو ورځو کار نه و مونږ د ډیر وخت نه پدې کار کاوه. د سیاسي گوندونو سره یو د مخکې نه خبرې کړی وی."

داوړ دا هم وویل چې د قام لپاره ورته لا ډیر نور کارونه پاتې دي چې هغه به هم سر ته رسوي. هغه زیاتوي: "مونږ د خپلو حقونو غوښتنې ته دوام ورکوو. د پاکستان د دولت سره چې په کومو ټکو زمونږ اختلاف دی، هغه اوس هم شته."

عمران خان د دغې تعدیل هرکلی کړی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د قبایلي سیمو د استاځیتوب د زیاتیدو په اړه د ټولو سیاسي گوندونو د موافقې هر کلی کړیدي او ویلي یې دي چې قبایلو د ډیر وخت راهیسې مشکلات گاللې دي او اوس پکار ده چې د هغوي غږ واوریدل شي او مسلې یې حل شي.

عمران خان وویل چې د هغې نه وروسته چې پخوانۍ فاټا د خیبر پښتونخوا سره یوځای شویده، ټولې صوبې به ورته د خپل پرمختیایي پروژو لپاره د ټاکل شوو پیسو ٣٪ ورکړي خو هغه وویل چې ځینې صوبې په دغه پلان نیوکې کوي. خان زیاته کړه چې قبایلي سیمې د ترهگرۍ ضد جگړې کې سختې ځبل شویدي او یواځې خیبر پښتونخوا نه شي کولی چې د خپلو پرمختیایي پیسو نه ورته ورکړي.

عمران خان وویل چې پاکستان ته پکار ده چې د بنگله دیش د جوړیدو د پیښې نه زدهکړه وکړي او تاریخ تکرار نه شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پارلمان په ٢٠١٨ کال کې د فاټا د خیبرپښتونخوا سره د انضمام په اړه رایگیري کړي وه او د هغې نه وروسته یې د خیبرپښتونخوا سره یو ځاې کړه.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG