د لاس رسي وړ اتصالات

په داوړ او وزیر بندیزونو ته د منظور پښتین غبرگون


د پښتون تحفظ مشر منظور پښتین د پاکستان حکومت هغه پریکړه غندلې ده چې وزیرستان د پارلمان د غړیو علي وزیر او محسن داوړ د ملک نه د باندې په وتلو یې بندیز لگولی.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت د اعلان نه وروسته په خپل ټویټر ولیکل

"د محسن داوړ او علي وزیر په گرځیدو بندیز لگول د حکومت غیر جمهوري چلند څرگندوي. داسې ښیي چې حکومت د خپلو مخالفینو ضد د قانون نه گټه پورته کوي"

د پاکستان د پارلمان په دغو دواړه غړو چې د پښتون تحفظ تحریک اساس ایښودونکي غړي هم دي، د تحریک د فعالیتونو له کبله پرې بندیزونه لگول کیږي.

د یادونې وړ ده چې د دې نه مخکې د تحریک په طرفدارانو گلالۍ اسماعیل او حیات پریغل هم دغه ډول بندیز لگول شویدی.

د پیښې په هکله محسن داوړ هم یو ټویټ وکړ، هغه ولیکل:

"دی گډاگي فیډرالي کابینې چې عمران خان یې مشر دی، د پوځ د فشار نه وروسته زمونږ نومونه په هغه لسټ کې واچول چې د ملک نه د باندې نشي وتلی. د کورنیو چارو وزیر هم دغه اقدام نشې تشریح کولی. دا کار د پوځي حکومت په وخت کې هم دومره اسانه نه و "

د پاکستان د حکومت د دغه پریکړې نه وروسته د پاکستان د حقونو فعالینو دغه پریکړه غندلي ده.

حکومت تروسه پورې پدی اړه څه ندي ویلي چې د دغه کسانو نومونه یې ولې په بندیز لسټ کې اچولي دي خو د پښتون تحریک د صوابۍ د غونډې نه وروسته په گډون کونکو قضیه ثبت شوي وه.

XS
SM
MD
LG