د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو فراه کې دوه ښوونځي په بمونو الوځولي ـ چارواکي


د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې په وسله والو طالبانو پوري اړوند کسانو له تېرو دری ورځو راپدېخوا په دغه ولایت کې د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځولي دي.

یاد چارواکي وايي، چې دغه ښوونځي په بشپړه توګه تخریب شوي چې له امله یې زرګونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شوي دي.

د فراه د پوهنې رئیس محمد عظیمي د سې شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل:" د طالبانو کسانو دوې شپې مخکې د فراه ښار «تیوسک» سیمې د نجونو ښوونځی او په دوام یې تېره شپه په «نو ده» سیمه کې د امیر شیرعلي خان د نجونو ښوونځي ته چاودنه ورکړې ده"

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، چې په دغه دواړو ښوونځو کې دوه زره تنو نجونو زده کړې کولې چې د یادو ښوونځو په ویجاړېدو سره کېداسي له زده کړو څخه پاتې شي.

پر همدې مهال د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، چې د وسله والو طالبانو کسان په دې کارونو سره غواړي ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه کسانو د پيژندلو او نیولو هڅې پيل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې دا مهال د ۷۰۰ په شاوخوا کې ښوونځي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو له وجې د زده کوونکو پر مخ بندې دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG