د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: مجددي د ډیموکراسۍ نه ستړی کېدونکی مدافع و


ښاغلی پمپیو لومړنی بهرنی چارواکی دی چې صبغت الله مجددي د سولې نه ستړی کېدونکی مدافع ګڼي
ښاغلی پمپیو لومړنی بهرنی چارواکی دی چې صبغت الله مجددي د سولې نه ستړی کېدونکی مدافع ګڼي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې صبغت الله مجددي د سولې لپاره ښه ملګری و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ښاغلی مجددي د دموکراسۍ نه ستړی کېدونکی مدافع و. وايي په ۲۰۰۳م کې د افغانستان د اساسي قانون د لویې جرګې مشر و او له نړیوالې ټولنې سره یې د افغانستان د سولې او دموکراسۍ په برخو کې کار کړی دی.

ښاغلی پمپیو لومړنی بهرنی چارواکی دی چې صبغت الله مجددي په اړه دا ډول څرګندونې کوي. ښاغلی مجددي د متحدو ایالتونو سره د افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون سر سخت پلوی و.

صبغت الله مجددي د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۱) په کابل کې مړ شو او د چهارشنبې په ورځ یې جنازه خاورو ته وسپارل شوه. د هغه د مړینې له کبله په افغانستان کې یوه ورځ رسمي رخصتي وه.

ښاغلی مجددي د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان د عبوري دولت ولسمشر و. ولسمشر غني د هغه د جنازې په مراسمو کې وویل چې صبغت الله مجددي "د خپل ژوند تر وروستیو ورځو خلکو ته د یووالي، اتفاق او همغږۍ مشورې" ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG