د لاس رسي وړ اتصالات

صبغت الله مجددي سبا کابل کې خاوروته سپارل کېږي


د افغانستان د عبوري دولت پخوانی مشر او د ملي نجات د حزب رئیس صبغت الله مجددي تېره شپه د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.

د نوموړي کورنۍ ویلي چې هغه تېره شپه د «سلواغې میاشتې پر۲۲مه» د ورپېښې ناورغۍ له امله د کابل په یو روغتونن کې ساه ورکړې.

د حضرت صبغت الله مجددي کورنۍ او د ملي نجات ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې نوموړی به سبا چهارشنبه د کابل ښار په عاشقانو عارفانو کې په پخپلې پلرنۍ هدیرې کې خاوروته وسپارل شي.

ښاغلی مجددي د ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس و.

او همدارنګه نوموړی د ۲۰۰۳ کال کې د اساسي‌ قانون د تصویب په اړه د لویې جرګې رئیس و.

افغان حکومت خاورو ته د نوموړي او جنازې په خاطر سبا چهارشنبه په کابل کې عمومي رخصتي‌ اعلان کړې ده.

ښاغلی مجددي د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو په اړه د رابلل شوي لویې جرګې رئیس و چې له امریکا سره د امنیتي تړون پر لاسلیک یې ټینګار درلود.

حامد کرزي د دغه تړون له لاسلیک کولو څخه ډډه کول خو ښاغلي مجددي جرګې ته ویل که کرزی دغه تړون لاسلیک نه کړي دی به وطن پرېږدي، خو د نوموړي د ټینګار سره سره پخواني ولسمشر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ.

نوموړی په ۱۹۲۶ کال په کابل کې د مجددیانو په روحاني کورنۍ کې زېږدلی و او په ۱۹۴۰ کال د مصر له قاهرې پوهنتون څخه فارغ شوی و.

حضرت صبغت الله مجددي د ثور تر کودتا وروسته په ۱۳۵۷ کال کې پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په مشرې یې د هغه مهال افغان حکومت په وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړه.

نوموړي د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ۱۹۹۲کال کې د دوو میاشتو لپاره د افغانستان اسلامي‌ دولت د مشره په توګه دنده تر سره کړه.

XS
SM
MD
LG