د لاس رسي وړ اتصالات

مونټينګرو د ناټو غړیتوب تر لاسه کړ


د روسیې د جدي مخالفت او غصې باوجو مونټي نیګرو چې په بالکان کې پروت هیواد دی، پرون یې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړ. د دغه هیواد په یو ځای کیدو سره د ناټو د غړیو هیوادونو شمیر نهه ویشتو ته ورسیده.

د امریکا سنا ، د ناټو اوه ویشت نور غړي هیوادونو او پخپله د مانټې نیګرو پارلیمان هم باید چې په ناټو کې د دې هیواد غړیتوب منظور کړي.

د ناټو عمومي مشر ینز سټول ټنبرګ په بلجیم کې د غونډې نه وروسته وویل چې دا د مونټې نیګرو لپاره چې پخوا د یوګوسلاویا د جمهوریت برخه وه، د مصؤنیت نوی فصل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ناټو منشي ینز سټول ټنبرګ د ناټو سره د مونټې نیګرو یو ځای کیدل وستایل او زیاته یې کړه چې " ناټو پخپلو دې ژمنو ولاړه ده چې د نورو هیوادونو د یو ځای کیدو لپاره یې دروازه خلاصه ده او دا یې ښه ثبوت دی چې د روسیې د مخالفت باوجود د ناټو متحدین زیاتیږي. "

د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ ویلي دي " هیله لري چې ډیر ژر به په بروکسلز کې د مونټېنګرو بیرق هم د نورو هیوادونو تر څنک ځوړند وویني. "

روسیې بیا په ناټو تور لګولی چې کوښښ کوي دغه هیواد محاصره کړي. سربیا او د روسیې یو شمیر نورو ملګرو هیوادونو بیا هوډ کړی چې خپل ملي ګټي او امنیت به ساتي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروفا ویلي دي چې " دا په اروپا کې د سیاسي او نظامي چاپیریال د بدلولو لپاره د ناټو یوه بله هڅه ده."

XS
SM
MD
LG