د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د سیلابونو له کبله څه باندې ۱۴ زره کسان خوندي سیمو ته لیږدول شوي


تیر کال په پاکستان کې سیلابونو کې نږدې ۲ زره کسان مړه شوي و.
تیر کال په پاکستان کې سیلابونو کې نږدې ۲ زره کسان مړه شوي و.

په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد په ختیځ کې د پنجاب په ولایت کې شاوخوا ۱۴ زره کسان په وړو کښتیو کې خوندي سیمو ته لیږدول شویدي.

چارواکو جمعه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) وویل خوندي سیمو ته ددې کسانو د لیږدولو پریکړه یې وروسته تر هغه وکړله چې د پرله پسې ورښتونو څخه وروسته د دوو سیندونو اوبه په کلیو ورغلې او ګڼ شمیر کلي یې لاندې کړل.

په پاکستان کې چې تیر کال هم په همدې موسم کې د ورښتونو څخه وروسته سیلابونه راغلل او ملیادرو ډالرو زیان یې خلکو ته واړاوه یو ځل بیا د تیرې میاشتې راهیسې دا ډول بارانونه پیل شوي او تر اوسه د هوا اړوندو پیښو کې ۹۱ تنه وژل شویدي.

د پنجاب ایالت اعلی وزیر محسن نقوي د جمعې په ورځ په ټویټر کې لیکلي چې سیلاب ځپلو سیمو ته ورغلی او د ژغورنې عملیات یې له نږدې لیدلي دي.

ښاغلي نقوي د ژغورنې عمله ستایلې او ویلي چې هغوي شپه او ورځ کار کوي تر څو یقیني کړي خلکو ته د سر او مال زیان هر څومره چې امکان لري، راکم کاندي.

د پاکستان د پنجاب په ولایت کې د همدې روانې اوونۍ په پیل کې خوندي سیمو ته د خلکو لیږدول وروسته تر هغه پیل شول چې په هند کې چارواکو د اوبو بندونو څخه اوبه د راوي سیند ته ورخوشې کړلې.

د دې سیند اوبه له هند څخه پاکستان ته بهیږي.

د پاکستان د هوا پیژندنې د ملي ادارې معلوماتو له مخې اټکل کیږي چې په روانې اوونۍ کې به د دې هیواد د بلوچستان او سند په ولایتونو کې بارانونه وي – په همدې سیمو کې تیر کال اوړی هم زرګونه کسان په سیلابونو کې مړه شول.

تیر کال په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله شاوخوا ۳۳ ملیون کسانو ته زیان ورسیده او ۱۷۳۹ کسان پکې ووژل شول. دې سیلابونو همدرانګه د پآکستان اقتصاد ته ۳۰ ملیارده ضربه ورسوله.

په پاکستان کې موسمي بارانونه هر کال د جولای په میاشت کې پیل او د سپټمبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG