د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۴۱ کسه مړه کړي


له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې سیلابونو په اوو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې د دغو سیلابونو له امله ۴۱ کسه مړه شوي، ۳۹ نور ټپیان دي او اته تنه ورک شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت په یو بیان کې ویلي، چې دا سیلابونه د وري میاشتې په اتمه او نهمه په فاریاب، بادغیس، هرات، بلخ، جوزجان او غور ولایتونو کې راوتلي دي.

د تلفاتو سربیره دغو سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

په بیان کې راغلي، د دغو سیلابونو له امله نږدې ۵زره کورونهویجاړ شوي، چې ۴۹۱ یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

د دغه وزارت د شمېرو په اساس، ۷۷۸۰ څاروي هم په دې سیلابونو کې له منځه تللي او ۷۲ دوکانونه، ۵ پلونه، ۲۷ کیلومتره سرک، یو جومات او څلور څاګانې هم تخریب شوي دي.

په افغانستان کې د تیر کال د کب له یولسمې څخه د روان کال د وري تر ۷ نیټې پورې هم له سلو زیاتو کسانو د طبیعي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۳۷ نور ټپيان شول.

له دې مخکې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت خبرداری ورکړی وو، چې په روان پسرلي کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۸۴ ولسوالیو کې یو میلیون او درې سوه زرو څخه زیات افغانان د سیلابونو د لوړ ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG