د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بشري برخو کې افغانستان سره ۶۱ میلیون ډالر مرسته کوي


د ملګروملتونو د راپور له مخې یوازې سږکال په دریو جنوبي ولایتونو کې سیلابونو له امله له یوسل او شل زرو زیاتو کسانو مالي زیان لیدلی.
د ملګروملتونو د راپور له مخې یوازې سږکال په دریو جنوبي ولایتونو کې سیلابونو له امله له یوسل او شل زرو زیاتو کسانو مالي زیان لیدلی.

امریکا له بې ځایه شویو، وطن ته راستانه شویو او په طبیعي پښو کې ځپلو شویو افغانانو سره د مرستې لپاره ​ ۶۱ میلیون ډالر مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې، چې د چهارشنبې په ورځ ( وري ۷مه ) یې خپره کړې ویلي دي چې دا مرستې به د خیریه ټولنو له لارې افغانانو ته رسول کیږي.

اعلامیه وایي چې په افغانستان کې روانه جګړه او اکثره وخت طبیعي پیښې، خلک خپلو مینو پریښودلو ته اړ باسي، چې ورسره په دغه هیواد کې بشري مرستو ته اړتیا د زیاتیدو سبب ګرځي.

په اعلامیه کې ویل شوي " نوې مالي مرسته به، د خوړو د اضطراري خدمتونو، روغتیايي خدمتونو، څښلو د پاکو اوبو، په مصیبت ځپلو سیمو کې د ستانه شوو مهاجرینو په ګډون خلکو ته، چې په ټولنه کې د بیا میشته کیدو په برخه کې د ګواښ سره مخ دي، د حفظ الصحي او تشنابونو د برابرولو په چارو کې ولګول شي".

امریکا افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د مرسته کوونکو هیوادونو په سر کې ځای لري، چې د دغو نویو ۶۱ میلیونو ډالرو په مرسته سره به د ۲۰۱۸ کال څخه را وروسته له افغانستان سره د دغه هیواد د مرستو اندازه ۲۹۳ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د راپور له مخې تیرکال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰زره کسان د وچکالۍ او جګړو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي وو.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، سږکال د مارچ په روانې میاشت کې د سیلابونو له امله یوازې په دریو ولایتونو کندهار، هلمند او فراه کې له ۱۲۳۰۰۰ څخه زیات کسان زیانمن شوي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا د متحده ایالاتو د نوې مرستې هرکلی کړی دی. ښاغلي عبدالله د خپل ټویټر په پاڼه ویلي، افغانستان دې ته ژمن دی، چې د امریکا دغه نوې مرسته شوې پیسې په شفافه توګه په مصرف ورسوي.

XS
SM
MD
LG