د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کې د موټرو په ټکر کې ۴۸ تنه وژل شوي


په پیښه کې ۳۰ تنه ښه کاري ټپي شوي هم دي.
په پیښه کې ۳۰ تنه ښه کاري ټپي شوي هم دي.

په کینیا کې پولیس وایي د دې هیواد په لویدیځ کې لږ تر لږه ۴۸ تنه هغه وخت جمعه جون ۳۰ (چنګاښ۹) ووژل شول چې یو لارۍ موټر بې کنټروله شو او د نورو موټرو سره وجنګیده او په بازار کې یې خلک ووهل.

بې کنټرول شوې لارۍ همدارنګه یو شمیر خلک چې پیاده ګرځیدل هم وهلي.

په تلویزیون کې په خپرو شویو انځورونو کې ښودل کیږي چې ګڼ شمیر واړه بس موټر خراب شوي او دا لارۍ هم په بل مخ اوښتې.

په سیمې کې د پولیسو یو مشر د فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې د ۴۸ کسانو وژل کیدل تائید کړي او دا ویره یې هم ښودلې چې ښایي د وژل شویو کسانو شمیر ډیر شي ځکه چې دوه یا درې کسان لا هم د لارۍ موټر لاندې ګیر پاتې و.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په پیښه کې ۳۰ تنه ښه کاري ژوبل شوي هم دي او د علاج لپاره روغتون ته وړل شویدي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې بې کنټروله شوې لارۍ اته موټر، ګڼ شمیر موټر سایکلونه او ډیر شمیر کسان چې یا یې په بازار کې د شیانو پیر او پلور کاوه وهلي دي.

د کینا د جمهور رئیس ویلیم روټو په ګډون د دې هیواد ګڼ شمیر جګپوړو چارواکو په پیښې خفګان ښودلی.

پیښه په سیمه ایز وخت د مازدیګر په شپږ نیمو بجو شوې.

بل پلو بیا د کینیا د ترانسپورت وزیر په ټویټر کې لیکلي چې د ژغورنې عملیاتو څخه وروسته د پیښې په هکله پلټنې پیل کوي چې د ټکر علت معلوم کاندي.

د کینیا سره صلیب چې د پیښې ځای ته یې امبولانسونه او د ژغورنې عمله استولې وه، وایي چې د باران له کبله د ژغورنې عملیات ستوزمن شویدي.

د پیښې یو عیني شاهد ویلي چې لارۍ موټر په ډیرې چټکۍ روان و او مخامخ په بازار ورغی چې ګڼ شمیر خلکو پکې پیر او پلور کاوه.

دې عیني شاهد ماورین جیکپوچ زیاته کړه، "زه بختور یم چې ژوندی یم. څه چې ما ولیدل، زه خپل ځان ډیر بختور بولم. ما منډه کړه او ځان مې بچ کړ. ما ولیدل چې هرې خوا ته مړي پراته و او ډیر خلک وژل شوي و".

په کینیا کې د ترانسپورت او خوندیتوب ملي ادارې د معلوماتې له مخې تیر کال پدې هیواد کې ۲۱۷۶۰ کسانو په سړکونو کې ټکر کړي چې ۴۶۹۰ یې مړه شویدي.

XS
SM
MD
LG