د لاس رسي وړ اتصالات

۶۰سلنه پر شرایطو برابرې افغان انجونې ښوونځي ته نه ځي ـ راپور


په افغانستان کې د انجونو د تعلیم په اړه یو نوی راپور وايي، په دغه هېواد کې پر شرایطو برابرې ۶۰ سلنې انجوني ښوونځي ته نه ځي.

خو راپور وايي، چې د جګړو او ناامنیو سره سره په افغانستان کې له هر دریو په شرایطو برابرو انجونو څخه یوه یې ښوونځي ته لاس رسی لري.

دغه راپور چې نن سې شنبه د «ماشومانو او ښځو حقوقو د څېړنیز بنسټ» لخوا خپور شوو، د افغانستان په شپږو ولایتونو کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، پروان او بدخشان کې له ۱۳۷۳تنو سره مرکې کړي دي.

مرکه کوونکو جنګ، نا امني او ناسم ټولنیز دودونه د انجونو د زده کړو پر وړاندې د لویو خنډونو په توګه یاد کړي دي.

د دغه راپور له‌مخې د ۱۳ او ۱۵کلنو ترمنځ عمر لرونکي انجونې په ښوونځیو کې د زده کړو تر بشپړیدو مخکې ښوونځي پرېږدي.

د ماشومانو او ښځو د حقوقو څېړنې بنسټ وايي، په افغانستان کې په ښوونځیو کې د هلکانو په پرتله د انجونو د شاملېدو بهیر هم کم دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې اوس مهال ۹.۶ میلیونه ماشومان په ښوونځيو کې په زده کړه بوخت دي، چې د دغه شمېر ۳۹ سلنه یې انجونې دي.

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یو راپور وايي، چې اوس هم په افغانستان کې ۳.۷ په شرایطو برابر ماشومان چې لویه برخه یې انجونې دي له ښوونځيو څخه بهر دي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي وايي، چې په ښوونځیو کې د انجونو د شمېر د شاملولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي دي، چې پکې د ښځینه ښوونکو د شمېر زیاتوالی هم شامل دی.

ښاغلي بلخي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دغه راپور د خپرولو پرمهال وویل، چې د پوهنې وزارت په پام کې لري په هغو سیمو کې چې ښځینه ښوونکي نشته او یا کمې دي د نورو سیمو څخه ښوونکي په لوړ معاش مقرر کړي.

XS
SM
MD
LG