د لاس رسي وړ اتصالات

د لویې څارنوالۍ لسګونه کار کوونکي د ادارې فساد په تور نیول شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د تیر یوه کال راپدېخوا یې د دغه ادارې ۳۱ تنه کار کوونکي د اداري فساد په تور نیولي دي.

لویې څارنوالۍ نن سې شنبه جولای۱۴(چنګاښ۲۴) ویلي چې په نیول شوو کسانو کې رئیسان، څارنوالان او د لویې څارنوالۍ کار کوونکي شامل دي چې تر ډېره د رشوت اخیستلو په تور نیول شوي دي.

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې د لوی څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت ریاست په ۱۳۹۸ کال کې ۲۸ قضیې څېړلي او پایلې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي:"د دغه قضیو په تړاو ۳۹ تنه تورن کسان نیول شوي چې د هغوی په منځ کې ۲۴ تنه یې رئیسان، څارنوالان او د لوی څارنوالۍ کار کوونکي او ۱۵ تنه نور یې د نورو ادارو کار کوونکي دي."

د دغه ادارې په وینا د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې ۱۱ تنه نور د اداري فساد په تور نیول شوي چې له ډلې ۷ تنه رئیسان، څارنوالان او د لویې څارنوالۍ کار کوونکي دي او څلور تنه یې د نورو ادارو کار کوونکي دي.

بیان وایي چې دغه کسان د ادارې فساد په ۱۰ قضیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولې پر ۲۹مه د اداري فساد سره د مبارزې په اړه د ملګروملتونو په یو نوي راپور کې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې دوامداره او اغیزمنې هڅې د دغه هیواد د راتلوونکي لپاره خورا مهمې ګڼل شوي او له افغان مشرانو غوښتل شوي و چې فساد سره مبارزې ته دې لومړیتوب ورکړي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانانو د راتلوونکي لپاره مهمه ګڼل شوې او ویل شوي، چې په دغه هیواد کې د اداري فساد پروړاندې پخوانۍ هڅې لاهم د ډیرو افغانانو په ژوند مثبته اغیزه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG