د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په روسیه کې په سلگونو اعتراض کوونکي نیولي


د مسکو د شنبې د ورځې اعتراضونه

د روسیې پولیسو په مسکو کې شاوخوا ٦٠٠ اعتراض کوونکي بندیان کړي دي.

دغو کسانو د پراخو مظاهرو په کولو سره په روسیه کې د "آزادو ټاکنو" غوښتنه کوي.

تیره اونۍ په ورته شان مظاهرو کې چې په مسکو کې وشوې پولیسو شاوخوا ١۴٠٠ کسان ونیول.

مظاهره کوونکي د مسکو د راتلونکې میاشتې په انتخاباتو کې د حکومت د مخالفو کاندیدانو د نومونو د لرې کولو په اعتراض کې لارو کوڅو ته راوتلي دي، خو روسي مقامات دغه مظاهرې غیر قانوني بولي.

د روسیې یو لوړپوړی سیاسي فعال لیبوف سوبول، چې نوم یې د کاندیدانو له لست نه ایستل شوی هغه هم د توقیف شویو کسانو په ډله کې دی.

په روسیه خبریالانو رپوټ ورکړی چې پولیسو د مخالفینو د نیولو په یو شمیر پیښو کې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

د مسکو محلي انتخابات ټاکل شوې راتلونکې میاشت وشي، دغه انتخابات د روسیې د ٢٠٢١ کال د پارلماني انتخاباتو لپاره یو ازمون گڼل کیږي.

روسي مقاماتو ویلي چې د یو شمیر کاندیدانو نومونه پدې خاطر حذف شوي چې هغوی په انتخاباتو کې د گډون لپاره پوره لاس لیکونه ندي راټول کړي.

خو په مسکو کې اعتراض کوونکي دغه ادعا ردوي او ادعا کوي چې په ټاکنو کې یې د بریالیتوب چانس زیات دی نو پدې خاطر حکومت یې د کاندیدو مخنیوی کوي.

XS
SM
MD
LG