د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړل


د روسیې د دفاع وزارت د بندیانو د تبادلې دا تصویر خپور کړی
د روسیې د دفاع وزارت د بندیانو د تبادلې دا تصویر خپور کړی

د اوکراین او روسیې مقامات وايي د دوشنبې په ورځ اپریل لسمه (وري۲۱) یې شاوخوا ۲۰۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې ۱۰۶ سرتېري د اوکراین له توقیف څخه خوشې کړل شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس اندري یرماک ویلي دي چې روسیې د هغوی ۱۰۰ بندیان خوشي کړي دي. کیف او مسکو د دغې تبادلې په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

اندري یرماک په خپل ټیلیګرام کې لیکلي دي چې د اوکراین ځینې خوشي شوي سرتېري سخت ژوبل او ناروغ دي.

نوموړي ویلي دي چې د ۱۴ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د جنګي بندیانو دا وروستۍ تبادله «اسانه نه وه». خو هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د بندیانو تبادله یوه هغه برخه ده چې روسیه او اوکراین په کې له یو بل سره همکاري لري.

د اوکراین جګړې د بندیانو د تبادلې د همغږۍ مرکز ادعا کړې ده چې په ۱۰۰ خوشې شویو اوکرایني بندیانو کې یې نیمايي «ژور ټپونه لري، مریضان دي او شکنجه» شوي دي. دغه مرکز په دې اړه کوم اسناد نه دي خپاره کړي.

په دغو ۱۰۰ کسانو کې یې ۲۰ ښځې دي. د اوکراین خبري رسنیو ویلي دي چې په خوشې شویو بندیانو کې یې یوه والري کرپیلنکو ده. دا یوه سرحدي ساتونکې وه، چې په ماریوپل کې د ازوفستال د وسپنې د فابریکې د دفاع په جګړې کې یې برخه اخیستې وه.

هغې تېرکال د مۍ په میاشت کې، چې روسي ځواکونو دا فابریکه محاصره کړې وه، له یو اوکرایني سرتېري سره په همدغې محاصره شوې فابریکې کې واده وکړ، خو مېړه یې درې ورځې وروسته په جګړې کې ووژل شو.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې خوشې شوي عسکر یې په پوځي الوتکو کې مسکو ته انتقال شوي دي چې درملنه یې وشي او بېرته په خپلو پښو ودرېږي.

روسیې او اوکراین تر دې مخکې هم ځینې بندیان تبادله کړي‌ وو.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبروۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له کیف سره مرسته کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG