د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونه د موصل د بشپړه نیولو په درشل کې دي


عراقي ځواکونه د موصل د بشپړه نیولو له اعلان دمخه خپل بریالیتوب لمانځي
عراقي ځواکونه د موصل د بشپړه نیولو له اعلان دمخه خپل بریالیتوب لمانځي

په موصل کې د داعش وروستۍ دفاعي لیکې ماتې شوي او د عراق دولتي ځواکونه په څو راتلونکو ساعتونو کې د دې ښار د بشپړه نیولو اټکل کوي.

د موصل ښار په ٢٠١۴ کې د اسلامي دولت ډلې ونیو او ددې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په کې خپل خلافت اعلان کړ.

په داسې حال کې چې د داعش یو شمیر جگړه ماران لاهم د موصل په زاړه ښار کې مقاومت کوي، عراقي سرتیرو پرته له دې چې د ښار د بشپړه ازادیدو رسمي اعلان وشي، د دجله سیند په غاړه په خوشحالیو او د بریالیتوب په جشنونو پیل کړی دی.

د عراق دولتي ځواکونو چې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د هوایي ملاتړ نه برخمن دي، د موصل ښار د بیرته نیولو جگړه اته میاشتې مخکې پیل کړه.

د مرستندویه ټولنو په وینا ددې جگړې په ترڅ کې نهه سوه زره کسان چې ددې ښار له جگړې دمخه نیمایي نفوس کیږي، د خپلو کورونو نه بیځایه شوي او په زرگونو کسان په جگړو کې تلف شوي دي.

د عراق دولتي تلویزیون د شنبې په ورځ وویل چې د هیواد امنیتي ځواکونه به په څو راتلونکو ساعتونو کې د موصل ښار بشپړه کنترول ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې دي چې د داعش سخت دریځه اوس یواځې د ښار په څو سیمو کې وروسِي مقاومت ته دوام ورکوي.

د رویترز اژانس ویلي چې د داعش د پاتې شونو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه او د توپ ډزې روانې دي.

د عراق دولتي تلویزیون د پوځ د یو ویاند حسین علوي له خولې ویلي چې یاغیان د خپلې ولکې لاندې ساحو د ساتلو لپاره له نښه ویشتونکو، لاسي بمونو او ځانمرگو بمي بریدگرو نه استفاده کوي. د عراقي قوماندانانو په وینا جگړه اوس کوڅه په کوڅه روانه ده.

دولتي تلویزیون ویلي دي چې د شنبې په ورځ په سلگونو داعشیان ووژل شول او یو شمیر یې د دجله رود څخه په لامبو تیرشوي او تښتیدلي دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي وروسته له هغې چې دولتي ځواکونو د النوري جامع جومات ونیو، یوه اونۍ دمخه یې د اسلامي دولت د ډلې د خلافت پای اعلان کړه، خو هغه وویل چې لا هم ځنې سیمې د داعش تر کنترول لاندې دي.

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې د موصل ښار د زیربنایي تاسیساتو بیرته رغول ښایي یو میلیارډ ډالر لگښت ولري.

همداشان یو بله اندیښنه داده چې د ښار د سقوط وروسته ښایي د عربانو او کردانو او یا هم د سنيانو او د عراق د شیعه اکثریت ترمنځ د لانجمنو سیمو د مالکیت پر سر قومي او فرقوي مشکلات رامنځ ته شي، کومو ستونزو چې عراق د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG