د لاس رسي وړ اتصالات

په تذکرو کې د مور د نوم لیکلو طرحه تائید شوه


دغه کمپیان وروسته له هغې په لاره اچول شوی چې اکثره خلک د خپلو میرمنو، میندو او خویندو د نومونو له اخیستلو څخه ډډه کوي.
دغه کمپیان وروسته له هغې په لاره اچول شوی چې اکثره خلک د خپلو میرمنو، میندو او خویندو د نومونو له اخیستلو څخه ډډه کوي.

د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د تعدیل طرحه چې په کې په تذکرو کې د مور د نوم لیکل هم شامل دي تائید کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال دفتر د سې‌شنبې په ورځ سپټیمبر ۱(وږي ۱۱) په یو بیان کې ویلي چې دا پرېکړه تېره ورځ د سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانینو کمېټې په فوق‌العاده غونډه کې شوې ده.

د نفوسو د احوال د ثبت په قانون کې د تعدیلاتو دا طرحه د مدني فعالانو له لوري په تذکره کې د مور نوم د زیاتیدو د غوښتنې او د احصائیې او معلوماتو له ادارې سره د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د مدغمېدو په خاطر جوړه شوې ده.

په بیان کې راغلي: "د ناستې ګډونوالو د قانون د تعدیل د یادې طرحې د اړتیا په اړه د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو ترڅنګ، یاده طرحه تائید کړه".

ټاکل شوې چې د نفوسو د احوال د ثبت په قانون کې دغه تعدیلات لومړی د کابینې تائید او له هغې وروسته د افغانستان د پارلمان تصویب ته وړاندې شي.

د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې په تذکرو کې د مور دنوم لیکلو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې له څو کلونو راهیسې د یو شمېر ښځینه فعالانو له خوا د ښځو د هویت د څرګندولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د "زما نوم چیری دی" کمپیان روان دی.

دغه کمپیان وروسته له هغې په لاره اچول شوی چې په افغانستان کې تر ډېره ښځې د نارینه‌و په نوم یادېږي او اکثره خلک د خپلو میرمنو، میندو او خویندو د نومونو له اخیستلو څخه ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG