د لاس رسي وړ اتصالات

تر دې وروسته به د ولسوالانو دنده یوازې تذکرې ورکول نه وي ـ بېګ


د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د دې لپاره چې ولسوالۍ په یو بودجوي واحد تبدیلې شي د ولسوالانو اجرائیوي واک به زیات کړي.

دغه اداره وايي، تېرې څلوېښت کلنې جګړې د ولسوالانو اجرائیوي واک کمزوری کړی او مسؤلیت ته په کتو صلاحیت او کافي منابع په اختیار کې نه لري.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ تېره ورځ خلکو ته د حکومت د حساب ورکولو په اړه پروګرام کې وویل، چې په تېرو ۱۸ کلونو د ولسوالیو په نسبت ډېر خدمات موسسو تر سره کړي چې دې کار ځینې ستونزې رامنځته کړي دي.

هغه وویل:"موږ په سیمه کې یو لړ جدي مشکلات لرل،خلکو به پوښتنه کول چې د ولسوال دنده څه ده، یوازې تذکره ورکول دي، یوازې دا چې کوچني کارونه تر سره کړي."

نوموړي زیاته کړه د دې لپاره چې ولسوالۍ د یو اغېزمن لرونکي واحد په توګه وپېژندل شي ولسمشر غني په دې اړه ۱۸ مادیز فرمان صادر کړی دی.

ښاغلي بېګ وویل، چې راتلونکی کال به د دوی تمرکز تر ډېره پر ولسوالیو وي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس همدارنګه ویلي، چې تر دې مخکې د ولسوالانو د فعالیتونو د ارزیابیو معیار عمودي و چې، تر ډېره به دوی د فعالیتونو ار زیابي د والي او یا مرکزي ادارې لخوا کېده.

نوموړي زیاته کړه:"اوس د د ولسوال د کړنو معیار خلک ټاکي ۵۰ سلنه به د ولسوال د اجراتو ارزیابي وي او ۵۰ سلنه به د ولسوالۍ اوسېدونکی ارزیابي کوي،عیني تر دې وروسته به پر دندې د ولسوال پاتې کېدل د خلکو په رضایت پوري تړلی وي."

پر همدې مهال د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال میریس زماني د ولسوالانو د صلاحیتونو لوړولو په اړه د دغه اقدام هرکلی کوي.

ښاغلي زماني زیاته کړه:"د دولت اوله دروازه ولسوالي ده، د سیمه ییزو ارګانونو لومړنۍ دروازه ولسوالي ده، د خلکو د مراجعې اوله دروازه ولسوالي ده، که چیرته خلک په دې پوه شي چې زما په ولسوالۍ کې زما ستونزه هواریږي، او ولسوال دا کار کولای شي چې زما ستونزه حل کړي هغه ستونزې ډېرې کمېږي."

نوموړي زیاته کړه چې په یاد کار سره به سیمه ییزه حکومتوالي پياړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ولسوالیو د کمزوري فعالیتونو په اړه د شکایتونو راپورونه خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG