د لاس رسي وړ اتصالات

روسي ستور مزلو ته روباټیک لاس استول کیږي


یو رباټیک لاس
یو رباټیک لاس

د اروپا د فضايي‌ چارواداره په نړیوال فضايي تمځای کې میشتو روسي ستورمزلو ته یو روباټیک لاس استوي.

چاروکي وايي دغه روباټیک لاس په نړیوال فضايي تمځای کې د وسایلو د ترمیم او چارو د منظم کولو لپاره استول کیږي.

دغه روباتیک لاس د اروپا د فضايي چارو د ادارې د فضايي انجنیرۍ یوه نوې پروژه دهچې پهشپږو میاشتو کې بهولېږدول شي او په کار به پیل وکړي.

دا روباټیک لاس شپږ بندونه لري او د انسان د لاس په پرتله په پراخه ساحه کې حرکت او کار کولی شي.

د اروپا د فضايي چارو د ادارې یو چارواکي فلیپ سکونجینزپه دې اړه وویل:«په معمول ډول دغه روباټیا بل هر روباټ له یوه ځای څخه د شیانو د اخیستو او په بل ځای کې د کېښودو لپاره کارول کیږي. په دې توګه کله چې وغواړو په روباټباندې یو شی له یوځای څخه بل ته انتقال کړو، یومهم کار چې باید یې وکړو، دادی چې په نوي ځای کې یې په سمه توګه ځای پرځای کړو او د دې کار لپاره له کمرو کار اخلو. باید هڅه وکړو چې کوم شی مات نه کړېچې د دې کار لپاره د قوې له سنسرونوڅخهکار اخلي چې یو شی په ډیر فشار سره پورته نشي.»

ستورمزلي به له دغه روباټ څخه په ګټې اخیستو د نړیوال فضايي تمځای د حفظ او مراقبت په چاره کې وخت وسپموي.دغه روباټ به دتمځای له داخل څخه بهر ته د کوچنیو بارونو د لېږد لپاره کارول کیږي.

دا روباټ۱۱ متره اوږد دی او اتهټنه وزن پورته کولی شي او د پنځوملي مترو په دقت سره فعالیت کولی شي. د دغه روبات لومړی کار به د ریډیټر نصبول وي.

که څه هم په نړیوال فضايي تمځای کې یو شمیر نور روباتیک لاسونه موجود دي،خو هالنډي ستورمزلی اندري کیوپرس وايي: «د تمځای د مخې په برخه کې مونږ کاناډايي او جاپاني روباټیک لاسونه لرو خو د روسانو په خوا کې مو نه درلود.مونږ یو شمیر میخانیکي لاسونه لروچې له تمځای بهر یې د کار پرمهال له ستورمزلو سره مرسته کوي خو دغه روباټ به ډیر ګټور وي، دعملې د درېیم غړي په توګه فعالیت کولی شي او همدارنګه کله چې ستورمزلي د تمځای دننه وي او په ساینسي تجربو بوخت وي ،روبات د تمځای شاوخوا شیان انتقالولی او نصبولی ش.»

د اي آر اې په نامه دغه روباتیک لاس د اتوماتیک کېدو څو حالته لري. په دې مانا چې هر ماموریت ورته چمتو کیدلی او د روباټ کمپیوټر ته ورپورته کېدلی شي چې ستورمزلو ته د ماموریت د هرقدم د پلي کولو اجازه ورکړي.

د اروپا د فضايي چارو اداره وايي دغه روباټ په نظري ډول کولی شي په خپلواک ډول کار وکړياو د ستورمزلو د کار د سپکولو لپاره د څو مهمو کارونو د کولو لپاره وکارول شي.

د اروپا د فضايي چارو اداره وايي داچې د عملې وخت او د ستورمزلو خوندیتوب ورته ډیر مهم دي په همدې خاطر به له دغه روباټ څخه د ستړي کوونکو، خطرناکو او سختو کارونو لپاره کار اخیستلکیږي.

XS
SM
MD
LG