د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ماشومانو لپاره د طبیعي علومو د ترویجولو نوې هڅه


د افغانستان په شان یو جنګ ځپلي هېواد ته چې د نظام تر ټولو لوی لومړیتوب یې د سولې راوستل دي دا ښايي د ساینس د ترویج لپاره یو ښه زیری اوسي.
د افغانستان په شان یو جنګ ځپلي هېواد ته چې د نظام تر ټولو لوی لومړیتوب یې د سولې راوستل دي دا ښايي د ساینس د ترویج لپاره یو ښه زیری اوسي.

د افغان ستورپوهنې ټولنه د ماشومانو د ادبیاتو بډاینې او د طبیعي علومو د ترویج لپاره د داستان لیکلو سیالي جوړوي.

د دغې ټولنې غړي وايي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې لیکوالان، ماشومانو لپاره پر ساینسي مضمونونو داستان لیکلو ته سره سیالي کوي.

د افغان ستور پوهنې ټولنې یو غړی ساینس پوه فهیم سپین غر په دې اړه نن جمعه جنوري ۱۵ (مرغومی۲۶) امریکا غږ ته وویل: "له دې سیالۍ لویه موخه دا ده چې افغانستان د ساینس په برخې کې د مصرفي حالت نه تولیدي حالت خوا حرکت وکړي. د دې سیالۍ یوه بله ګټه به دا وي چې د ټولنې پام ساینسي مضوعاتو ته واړول شي."

د افغان ستورپوهنې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ دغه سیالۍ راتلونکې فبرورۍ میاشت کې ترسره کیږي.

  • د داستان لیکلو ځانګړنې
  1. ماشومانو ته د داستان لیکلو سیالۍ کې تنکي ځوانان، ځوانان او پاخه لیکلوالان ګډون کولی شي.
  2. داستان باید پر طبیعي علومو لیکل شوی وي او د افغاني فرهنګ ځانګړېنې پکې ونغاړل شي.
  3. داستان باید علمي ډیالوګونه ولري او ماشومان طبیعي علومو په ځانګړې توګه ستورپوهنې برخې ته وهڅوي.

د افغان ستورپوهنې ټولنه له راټول شویو داستانونو نه پینځه غوره ټاکي او په پای کې ورنه د ۵ دقیقیو پورې انیمیشنونه جوړوي.

د یادو پینځو داستانونو نه یو تر ټولو غوړه د ټاکنو پلاوي له خوا ټاکل کیږي او لیکوال به یې لس زره نقدي جایزه ترلاسه کړي.

د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو یو ډله.
د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو یو ډله.

د افغانستان په شان یو جنګ ځپلي هېواد ته چې د نظام تر ټولو لوی لومړیتوب یې د سولې راوستل دي دا ښايي د ساینس د ترویج لپاره یو ښه زیری اوسي.

دغه هېواد کې د لیک او لوست فرهنګ په وروستیو کلونو کې د دوه لسیزو پخوا په پرتله د پام وړ توپیر کړی.

په دې برخې کې بیا ماشومانو لپاره لیکنې محدوې دي خو دا چې د طبیعي علومو په اړه داستان لیکل او له هغه انیمیشنونه جوړل به دوی څومره وهڅوي دا به وخت ثابته کړي.

XS
SM
MD
LG