د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: کندز کې د جنسي تیریو شواهد نشته


چارواکي وايي طالبانو په جګړې کې ۱۶۶ تنه ملکي وګړي وژلي دي.
چارواکي وايي طالبانو په جګړې کې ۱۶۶ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د کندوز پر ښار د دولت د مخالفې وسله والې ډلې طالبانو له خوا برید وشو، د ښار تر نیولو وروسته د عامو خلکو دولتي ادارو خیریه موسیسو، فرهنګي ټولنو او نور عام المنفعه دفترونه لوټ او تالان شول، له کورونو ملکي خلک او دولتي مامورین ویستل شوي چې یو شمیر دولتي مامورین یې په دې شرط بیرته پریښودل شوي چې په دولتي ادارو کې به دندې نه ترسره کوي یو شمیر یې وژل شوي او یو شمیر نور یې لا هم ورک دي.

تر اوسه پورې د کندوز په جګړه کې له کوره د ویستل شویو کسانو شمیر دقیق نه دی معلوم، خو چارواکي ادعا کوي چې په جګړه کې د وسله والې مخالفې ډلې طالبانو له خوا ۱۶۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او ۱۱۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د کندوز د جګړې په لومړیو ورځو کې یو شمیر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په دغه ولایت کې په ځینو سیمو کې وسله والې ډلې پر کورونو وراوښتي او پر ښځو یې جنسي تیري کړي.

خو د هغو سیمو اوسیدونکي چې رسنیو ترې د جنسي تیریو راپورونه خپاره کړي وایې چې دوي له داسې هیڅ ډول پیښې نه دي خبر چې په کوم کور کې پر ښځو جنسي تیري شوي وي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي هم وایې چې د جګړې په موده کې يې د خلکو له خولې اوریدلي چې په ځینو سیمو کې جنسي تجاوزونه شوي خو دوي ته تر اوسه پورې هیچا نه شاهدي ورکړی چې لیدلي یې دي او نه هم څوک موثق اسناد لري.

د سیمې عامو خلکو، چارواکيو، د بشرد حقوقونو مسولینو او د مدني فعالینو له خوا تر اوسه هیچا په کندوز کې د جنسي تجاوزونو راپورونه موثق ونه ګڼل، مدني فعالین وایې چې کیدای شي ددغه ډول اوازو خپرول په سیمه کې د تربګنیو او تضادونو د را ټوکولو په موخه شوي وي.

د جګړې پر مهال زرګونه خلک له کندز څخه وتښتېدل
د جګړې پر مهال زرګونه خلک له کندز څخه وتښتېدل

د کندوز یو تن اوسیدونکی حبیب الله چې د جګړې له پیله تر اخره په کور کې و حالات او سیمه یې له نزدې څارله او وخت په وخت یې په اجتماعي رسنۍ فیسبوک کې د سیمې د حالاتو په اړه لیکنې کولې وایې دغه سیمې چې په کې د جنسي تجاوزونو راپورونه نشر شوي ددوي ګاونډي کلی دی، خو ده په دغه کلي کې د تجاوز هیڅ اوازه هم نه ده اوریدلې بلکه یوازې له رسنیو یې اوریدلي.

نوموړی خپل دلیل داسې وړاندې کوي "په جنګي حالاتو کې جنسي تیری امکان نه لري، دا د ښمن د منفي فوانټ په خاطر پر ځان تور پورې کول دي، دولتي ادارې او موسیسې چور شوي دي او د خلکو شخصي موټرې يې بیولي دي خو د جنسي تیریو په اړه یې له چا خبره هم نه ده اوریدلې."

په کندوز کې په څو مشخصو ځایونو کې پر کورنیو د جنسي تیري راپورونه خپاره شول خو دغه هغه ځایونه وو چې د یوې شیبې لپاره په کې هم د دواړو ډلو له خوا پر یو بل ډزې نه دي کرار شوي، د پوهنتون د نجونو لیلیه د اختر د رخصتیو په خاطر رخصت وه، د کندوز پوهنتون ریس عبدالقدوس ظریفي مطبوعاتو ته ویلي وو چې د نجونو لیلیه تر جګړې لس ورځې وړاندې د اختر په مناسبت رخصت شوې وه.

په کندوزکې د ښځو د حقوقو د یوې ټولنې مسوله زرغونه چې د نجونو د لیلیي تر څنګ یې کور دی او د جګړې په لومړیو ورځو کې په خپل کور کې وه داسې وايې" اوازې دي چې د جګړو پر وخت جنسي تجاوزونه شوي، یو کم شمیر خلک دغه خبرې کوي او هغه څوک چې دغه اوازې خپروي اسناد نه لري، د پیښې ځایونه هم دقیق نه دي، کله یو ځای او کله بل ځای ښودل کیږي او تر هغې چې په دغو ځایونو کې پوښتنه شوې هیچا دغه پیښې نه دي تاييد کړی."

بشیر د کندوز د غربي برخې اوسیدونکی دی او د جګړې پر وخت تر ډیره په کلي کې بند پاتي و هغه وایې چې د هیڅ ډلې طرفداری نه کوي خو د جنسي تیریو اوازې خپرول ممکن د ځینو هغو ډلو له خوا شوي وي چې غواړي د دغه ولایت د خلکو تر منځ په خپلمنځیو جګړو کې ګټه ګوري.

د کندز په جګړې کې ډېر مالي او ځاني زیان ولسي خلکو ته ورسېد.
د کندز په جګړې کې ډېر مالي او ځاني زیان ولسي خلکو ته ورسېد.

هغه وایی "دا اوازې دي چې له ځینو رسنیو خپرې شوي دلته هیچیرته جنسي تیری نه دی شوی دوي غواړي په دغو خبرو سره خلک په خپلو منځونو کې په جګړه واچوي."

هغه زیاتوي هغه څه چې رښتیا دي باید وویل شي او هغه څه چې له حقیقت او ریښتولۍ لرې دي ډډه ترې وشي او بې ځایه له کورونو وتلي خلک پر خپلو کورنیو شکمن نه کړي.

نوموړی وایې چې یو شمیر خلک له کورونو ویستل شوي دي وژل شوي او یا هم ورک دي او دا یو حقیقت دی "هغه خلک چې په دولتي ادارو او خارجي موسیسو کې يې کار کاوه خلک پیسې کورته ورغلي او یا یې هم ټلیفوني تهدید کړي او څوک چې په لاس ورغلي وهلي او ټکولي يې هم دي."

زرغونه وایې چې طالبانو د یو شمیر خلکو اسناد له هغو موسیساتو څخه پیدا کړي وو چې کار یې په کې کړی و، کورونو ته پسې ورغلي وو او وژلي يې دي "یو شمیر خلک چې په خارجي موسیساتو کې يې کار کاوه، له دفترونو یې د هغوي اسناد او ادرس پيدا کړی چې پلار او ځوي وو داوړه یې وژلي وو."

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي هم د پلار او ځوي د وژلو خبره تاييدوي چې په یوه موسیسه کې يې کار کاوه هغه وایې د جګړې پر وخت د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي>

هغه وایي " یو ځوان طالبانو وژلی و، پلار یې پر جسد ژړا کوله، طالب ورته ویلي چې ولې ژاړي هغه طالبانو ته جنایتکار ویلي او هغه یې ورته هم پر تندي ویشتلی."

د شمشاد ټلویزیون خبریال حدیث چې هغه پسې هم کورته وسله وال کسان ورغلي وو او د ځینو پیښو شاهد دی داسې وایې " ټول هغه کسان چې په دولتي ادارو کې يې کار کاوه او یا موسیسو کې مصون نه و ددې امکان هم و چې د شخصي دښمنۍ په وجه هم یو څوک تلف شي."

د وژل شوي پلار او ځوی د کورنۍ ځای د دورې سر ښودل شوی دی خو له څو ساعتونو پلټنې وروسته ددغې کورنۍ پیدا کول ستونزمن وو، دغه ډول خلک چې په جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي یا یې کورونه چور شوي نورو ولایتونو ته تللي او یا یې هم په ښار کې دننه د اوسیدو ځایونه بدل کړي دي.

د کندوز د سه درک یو اوسیدونکی الهام بیا وایې چې طالبانو ددوي له کورونو سره د کندوز کابل پر لویه لار تالاشي کوله، له خلکو به یې د نومونو پوښتنه کوله او کتابچه به یې ورپسې کتله هغه د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي "طالبانو سره کتابچه وه، تالاشي به یې به یې کوله او نومونه به یې په کې کتل چې څوک به یې پیدا کړ ښکته کاوه به یې."

الهام بیا په دې نظر دی چې یوازې طالبان په خلکو پسې کورونو ته نه دي ورغلي بلکه هغو کسانو چې له یو بل سره یې شخصي تضادونه او دښمنۍ درلودې هم کیدای شي له موقع یې استفاده کړي وي او د خلکو کورونو ته په هغوي پسې ورغلي وي.

حدیث چې کور یې په کندوز کې دی او خپله د شمشاد تلویزیون په مرکزي دفتر کې دنده لري وایې چې کور ته یې وسله وال ورغلي وو دده پوښتنه یې کړې او کور يې پلټل شوی دی، خو دی څو شیبې وړاندې له کوره وتلی و "د جګړې په اوله ورځ په کور کې وم او په دویمه ورځ راپسې کورته وسله وال راغلي وو، خو زه کور کې نه وم."

هغه د یوې بلې پیښې یادونه هم کوي او وایې چې وسله والو یو افسر له کوره راویسته او ویې ویشته " یو افسر په کور کې بند و طالبانو له کوره وویسته او ویشتلی یې و."

د کندوز سرپرست والي حمد الله دانشي وایې چې دوي موثق اسناد نه لري چې د جګړو په ورځو کې د جنسي تیریو پیښې رامنځ ته شوي وي
د کندوز سرپرست والي حمد الله دانشي وایې چې دوي موثق اسناد نه لري چې د جګړو په ورځو کې د جنسي تیریو پیښې رامنځ ته شوي وي

خو یو شمیر خلکو دوي ته شفاهي یادونه کړې خو دغو خلکو هم کوم شاهد نه درلوده چې خبره یې تایید کړي.

هغه وایي " مونږ د جنسي تجاوز په اړه موثق اسناد نه لرو، دا نه شو ویلای چې جنسي تیري شوي یا نه دي شوي خو عام خلک وایې چې طالبان ځینو کورونو ته ننوتي او جنسي تیري یې کړي خو خلکو داسې اسناد نه دي وړاندې کړي چې د دغو تیریو ښکارندوی وي او پر خبره یې بل چا شاهدي هم نه ده کړی چې په پلانکي کور کې جنسي تیری شوی له شاهد او اسنادو پرته یې داسې راپورونه راکړي."

هغه زیاته کړه چې طالبانو په کندوز حمله وکړه دولتي ادارې او ځینې دفترونه یې چور کړل او یا یې وسوځول خو ځینو خلکو هم له موقع استفاده کړې او له کورونو یې ځینې وسایل وړي دي.

په کندوز کې د بشرد حقونو د دفتر وسایل او اسناد هم په جګړو کې له منځه تللي خو په کابل کې د بشر د حقونو د دفتر ویاند رفیع الله بیدار امریکاغږ ته په کندوز د جګړې پر وخت د جنګي جنایتونو او د بشري حقونو څخه د سرغړاوي په اړه داسې وویل " د کندوز په واقعه کې له بشري حقونو سرغړاوی شوی، ملکي کسان وژل شوي دي، د عامه خدمتونو ادارې سوځول شوي، عامه شتمنۍ لوټ شوي د جنسي تیریو ادعا شوی خو دا پیښې په اثبات نه دي رسیدلي."

بیدار په کندوز ښار کې د جګړې په ورځو کې د جنسي تیريو د ادعاګانو د موجودیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې باید دقیقې پلټنې وشي هغه له کورونو څخه د خلکو د ویستلو په اړه وویل" یو شمیر خلک طالبانو له ځانه سره بیولې یو شمیر په دې خوشې شوي چې بیا به له دولت سره کار نه کوي او یوشمیر لا هم ورک دي."

د بشر د حقونو ویاند په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید د بشر د حقونو څخه سرغړونه و بلله او ویې ویل چې ددوي غوښتنه هم داده چې ملکي تاسیسات باید په جګړه کې متضرر نه شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG