د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کې ټرمپ له روسیې سره پټ سازش نه و کړی – د مولر رپوټ


د رابرټ مولر په مشرۍ د حقیقت موندنې د هیت د پلټنو موندنې، چې د امریکا په ٢٠١٦ کال ټاکنو کې یې د روسیې مداخله ارزولې، ښیي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د هغه خپلوانو د روسیې سره په هیڅ ډول چل ول کې ښکیل نه وو.

ددغه رپوټ بشپړ متن تر اوسه ندی خپور شوی، خو د امریکا د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د رپوټ عمده ټکي د یکشنبې په ورځ د کانگرس او د رسنیو سره شریک کړل. ددغو پلټنو نتیجو ښودلې چې روسیې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې دوه ځلې د لاسوهنو هڅه کړې ده.

جمهور رئیس ټرمپ ددغو څیړنو د موندنو په اړه په غبرگون کې ویلي دي چې د روسیې سره یې د امریکا په ټاکنو کې هیڅ ډول دسیسه نده جوړه کړې او په کلي توگه یې ددغو پلټنو بهیر یې د وخت ضایع کول گڼلي دي.

د رابرټ مولر د پلټنو اصلي پوښتنه دا وه چې ایا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاین پر وخت ښاغلي ټرمپ او یا د هغه مرستیالانو د روسانو په مرسته داسې ایمیلونه افشا کړي که نه چې هدف یې د دموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن کمزوري کول وو. دغه ایملونه د دموکرات گوند د ملي کمیټې او د هیلري کلنتن د کمپاین د مشر نه غلا شوي وو.

همداشان دا چې ایا د روسیې ددغو تکتیکونو په نتیجه کې ښاغلي ټرمپ ته گټه رسیدلې که نه؟ بل دا چې ایا ښاغلي ټرمپ د خپل ځان او خپلو مرستیالانو د ژغورنې لپاره د پلټنو د خرابولو هڅه کړې ده او که نه؟ ددغو پلټنو په ترڅ کې ٣۴ کسان او درې شرکتونو په ورانکاریو تورن شوي دي او اوه کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی چې پنځه تنه یې د جمهور رئیس ټرمپ پخواني سلاکاران وو. هغوی ته د بند سزاگانې ورکړل شوې.

د روسیې د لاسوهنو په اړه ځانگړي تحقیق کوونکی رابرټ مولر له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو، د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو او یو لړ نورو انتخاباتي مسایلو په هکله پلټنې کړي او نتیجه یې د جمعې په ورځ د امریکا د عدلیې وزارت ته سپارلې ده.

د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار د قانون له مخې ددې صلاحیت لري چې ددغو پلټنو څومره اندازه د کانگرس سره شریکه کړي. خو د دموکرات گوند وکیلانو په بشپړه توگه ددغه رپوټ خپرول غوښتي او ویلي یې دي چې دا له وخت مخکې ده چې جمهور رئیس ټرمپ ددغو تورونو نه مبرا وگڼل شي.

د امریکا په سنا مجلس کې د دموکرات گوند مشر چک شومر، ویلي دي چې "د ښاغلي بار لپاره دا مهمه ده چې ددغه پلټنو بشپړ رپوټ له خلکو سره شریک کړي او اساسي موندنې او سندونه کانگرس ته وړاندې کړي." تمه ده چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار به ددغه رپوټ په اړوند د امریکا کانگرس ته وغوښتل شي چې د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. د امریکا کانگرس به ددغه رپوټ په اړه پلټنې پیل کړي او معلومه نده چې دغه پلټنې به څه وخت پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG