د لاس رسي وړ اتصالات

د ملر رپورټ: ټرمپ کوم جرم نه دی کړی


لوی څارنال ولیم بر
لوی څارنال ولیم بر

د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د ځانگړي تحقیق کوونکي رابرټ مولر د رپورټ خلاصه خپره شویده

دغه رپورټ چې د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه لویه سیاسي بری گڼل کیږي، لیکي چې ښاغلي ټرمپ کوم جنایت ندی ترسره کړی خو هغه مسولیت لري.

رپورټ وایي چې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ډلې او د روسیې تر منځ د روابطو شواهد یې ندی موندلې خو وایي چې ممکن ده ټرمپ د روسیې د تحقیقاتو په اړه د عدالت مخه نیولې وي.

خو لوی څارونوال ولیم بر ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د ولسمشرۍ د دندې د سمبالولو نه وروسته د عدالت د مخنیوې په اړه یې هم د پام وړ ثبوت نه دی تر لاسه کړی.

دغه تحقیقاتي ډله د شاوخوا دوو کلونو راهیسې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو، د ولسشمر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو او یو لړ نورو انتخاباتي مسایلو په هکله پلټنې کړي او نتیجه یې د جمعې په ورځ د امریکا د عدلیې وزارت ته وسپارله.

ولسمشر ټرمپ پرله پسې د خپل سیاسي مخالفینو دغه تورونه بی بنیاده بللې و چې د انتخاباتو د کمپاین په وخت کې ورسره روسیې مرسته کړیده.

XS
SM
MD
LG