د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: یو شمیر وزیران په یو دوه ورځو کې معرفي کیږي


 د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دویم مرستیال
د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دویم مرستیال

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دویم مرستیال حاجي محمد محقق وایي چې د سکټوري وزارتونو لپاره به وزیران نن او یا سبا ولسي جرګي ته معرفي شي.

دافغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه ریس دوهم مرستیال د یکشنبې په ورځ په کابل کې د بلخ ولایت د مخورو او قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې پاتې نومول شوي وزیران به تر راتلونکو لسو ورځو ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره واستول شي.

محقق وویل "د کابنیې اساسي برخه انشاالله شاید نن او یا سبا ته د جمهور رئیس صاحب او اجرائیه رئیس لخوا اعلان شي. کلیدي برخي د امنیتي او اقتصادي سکټور ممکن په همدې یو دوه ورځو کې اعلان شي".

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دویم مرستیال وویل چې پاتې وزیران به تر راتلونکي یوې اونۍ او یا لسو ورځو پورې ولسي جرګې ته واستول شي.

محقق وویل"د پاتې نورو کار به هم انشاالله د یوې اونۍ او یا لسو ورځو په موده کې بشپړ شي، هڅه کیږي چې ډیر ښه او په کار پوه وزیران چې په هکله یې هیڅ خبره او اعتراض نه وي، پیدا کړي که په افغانستان کې داسې کسان پیدا شي".

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو نه نږدې څلوراتیا ورځې تیرې شوي خو تراوسه د دغه حکومت مشران د نوې کابینې په جوړولو بریالي شوي نه دي چې دا کار د افغانستان په پارلمان کې د سختو اعتراضونو سبب شوی دی.

ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت مشرانو ته د وروستي ځل لپاره د يوې اونۍ مهلت ورکړ تر څو دغې جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره نومول شوي وزیران معرفي کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د جرګې د پریکړې د اعلان په وخت وویل" دا اونۍ وروستۍ اونۍ ده د نوې اونۍ په سر کې دې کابینه مونږ ته معرفي کړي او که نه مونږ او تاسې به خپل تصمیم ونیسو".

خو ابراهیمي د تصمیم په باب څه ونه ویل.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه ریس دوهم مرستیال ولسي جرګې ته د یو شمیر نومول شوو وزیرانو د معرفي کیدلو په باب دا څرګندونې په اسې حال کې کړي چې ځینو سیمه ایزو رسنیو د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د یو شمیر وزارتونو لپاره د نومول شوو وزیرانو نومونه هم خپاره کړي چې تراوسه دا نومونه نه د جمهور رئیس له اړخه او نه هم د اجرائیه رئیس له خوا تائید شوي دي.

په دغو نومونو کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په اداره کې یې هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG