د لاس رسي وړ اتصالات

مجیب د انګلنډ د مېډلسیکس کرکټ کلب سره قرارداد وکړ


مجیب تېرکال د انګلنډ د همشایر کرکټ په کلپ کې لوبه کوله
مجیب تېرکال د انګلنډ د همشایر کرکټ په کلپ کې لوبه کوله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي مجیب الرحمن د انګلنډ د ۲۰۱۹ د ویټالټي بلاسټ په ټورنمنټ کې د میډلسیکس له کلب سره تړون وکړ.

مجیب تېرکال په دغو سیالیو کې د همشایر کرکټ په کلب کې لوبه کوله. مجیب تازه د آسترالیا د بګ بش په سیالیو کې د بریزبین هیټ په ټیم کې لوبه وکړه او له ایرلنډ سره را روان سیریز کې هم د افغانستان په لوبډلې کې شامل دی.

اس پي ان د مېډلسیکس کلپ د روزنکي، سټورټ لا، له خولې لیکلي دي چې مجیب له دغه کلپ سره تړون کړی او د ۲۰۱۹ کال د جولاۍ په لومړیو کې به برتانیا ته د لوبو لپاره ورځي. په خپله مجیب هم ویلي دي خوشحاله دی چې بیا به د لارډز د کرکټ په مشهور لوبغالي کې لوبې کوي.

مجیب به په جون کې له نړیوال جام وروسته له خپل کلب سره یو ځای شي. مجیب ۱۷ کلن دی او تر دې دمه په ټولو نړیوالو لوبو کې یې ۵۴ کسان سوځولي دي. هغه ۱۶ کلن و چې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه یې وکړه.

هغه په شارجه کې د زمبابوې خلاف یوې یوه-ورځنۍ لوبې کې پنځه لوبغاړي وسوځول او په دې سره تر ټولو ځوان بالر شو چې یوې لوبې کې دومره کسان سوځوي.

XS
SM
MD
LG