د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د خلیلزاد او طالب پلاوي هم‌مهاله سفرونه


طالبانو ویلي چې دغه سفر د پاکستان په بلنه تر سره کوي
طالبانو ویلي چې دغه سفر د پاکستان په بلنه تر سره کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو تر لغوه کېد وروسته پرون سې شنبه پاکستان ته رسېدلی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نن چهارشنبه د «اکتوبر پر۲مه» له امریکا غږ سره خبرو کې پاکستان ته د زلمی خلیلزاد سفر تائيد کړ او زیاته یې کړه، نوموړی دا اونۍ په پاکستان کې دی او د دغه هېواد له چارواکو سره په مشورتي غونډو کې برخه اخلي.

د امریکا سفارت ویلي، چې دغه مشورتي غونډې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې پرمهال د امریکايي او پاکستاني چارواکو د مشورتي غونډو په دوام کېږي.

که څه هم تر دا مهاله پاکستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر اصلي اجنډا نه ده څرګنده، خو یو شمېر پاکستانۍ رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، چې نوموړی به د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

دغه پاکستاني رسنیو همدارنګه ویلي، چې خلیلزاد تر پاکستان مخکې چین ته تللی و.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ هم یو طالب پلاوی نن چهارشنبه د «اکتوبر ۲مه» د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون سې شنبه د «اکتوبر لومړۍ»پر خپل ټوېټر لیکلي، چې یاد طالب پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر یو لړ مسائلو خبرې وکړي.

دا له طالبانو سره د امریکا د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته د پاکستان په ګډون، چین، روسیې او ایران ته د طالب استازو څلورم سفر دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د یو موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره خبرې لغوه کړې.

یاد څلور واړه هېوادونه چې ویل کېږي، له طالبانو سره له نژدې اړیکې لري له دغه ډلې سره د امریکا د مذاکراتو پر لغوه کېدو د اندېښنې په څرګندولو سره یې د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو یادو هېوادونو ته د سفر پر مهال له امریکا سره د سولې خبرو د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

پر همدې مهال د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د افغان حکومت له مالکیت او مشرۍ پرته د سولې په اړه هر ډول هڅې هېڅ نتیجه نشي ورکولای.

نوموړي ویلي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او زیاتوي، چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې هڅې په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل ګرځېدلی شي.

XS
SM
MD
LG