د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغانستان د شخړې حل هر اړخیز مذاکرات دي


د سولې خبرې
د سولې خبرې

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند ستیفان دوجیریک خبریالانو ته وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په درېدو خبر دي، خو زیاته یې کړه "موږ په دې باور یو چې د افغانستان د ستونزې یوازینی حل هر اړخیزې خبرې دي او موږ چمتو یو چې د دخیلو غاړو په غوښتنه په دغه برخه کې مرسته وکړه."

ملګري ملتونه له هغې وروسته دا خبرې کوي چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات بند کړل. هغه وویل داسې نشي کېدی چې یوه ډله دې هم خبرې وکړې او هم دې بریدونه وکړي.

د طالبانو په ورستي برید کې په کابل کې یو امریکايی سرتیری هم ووژل شو.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې ولسمشر ټرمپ د خبرو د پيا پېلدو امکان بیخي رد کړی نه دی. هغه وویل که طالبان خپل کړه وړه ښه کړي او په خپلو ژمنو کلک ودریږي، ښایي خبرې بیا پیل شي.

طالبانو ویلي دي چې د دغو خبرو د بندولو ډېر زیان به امریکا وویني.

ټاکل شوې چې سبا سه شنبه (سپتمبر۱۰) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وکړي. د سولې په چارو کې دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څو میاشتو راهېسې له طالبان سره خبرې وکړې او هیله دا وه چې یوې موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG