د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې پولیس وایي د ملاعمر نژدې ملګری یې نیولی دی


پولیس وایي دغه سړی یې د تېښتې پر مهال نیولی دی
پولیس وایي دغه سړی یې د تېښتې پر مهال نیولی دی

د زابل پوليس مقامات وايې چي د وسله والو طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر نږدې ملګری او مهم طالب قومندان يې نيولی .

ملاجبار عمر د طالبانو د امارت پر مهال د سمنګان او بغلان والي او د کندوز د سقوط پرمهال د دغه ولايت د هوايي ډګر نظامي مشر وو . دغه راز د طالبانو د واکمنی تر سقوط وروسته دملا محمد عمر د مرګ تر وخته د هغه نږدې کس و.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي امريکا غږ اشنا ته وويل چي عمري څه باندي يوه اونۍ مخکې د پوليسو له يوې تالاشي څخه سرغړونه کړې وه چي پوليسو د تېښتي پرمهال ونيوه.

ده زياته کړه چي وروسته د نوموړی په يوه ويټس موټر کې ۲ ميله بې ږغه توفنگچو او يو ماين و نيول شول . د امنيت امر زياته کړه چي د ملا جبار عمري په اړه بيلابيل معلومات دوی ته رسيدلی چي دم ګړی دوي د ملي امنيت ادارې ته د پلټنو لپاره سپارلی .

د زابل د ولايتي شورا ريس حاجي عطاجان حق بيان امريکاغږ ته وويل" ملاجبار عمري د طالبانو د امارت له نړيدو څخه بيا د مرگ تر وخته د ملا محمد عمر د ژوند تر وروستيو پوري پوري ملگری وو او د ملا محمد عمر يې هم خاوروتهړسپارلی".

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي ملا حبار اوس کومه رسمي دنده نلرل او د نيول کيدو په اړه يې هم څه نشي ويلای .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG