د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د امریکایي پوهنتون د تښتول شویو پروفیسرانو ویډیو خپره کړې


په کابل کې د امریکایي پوهنتون ودانۍ چې تښتول شویو پروفیسرانو پکې درس ورکاوه.‌
په کابل کې د امریکایي پوهنتون ودانۍ چې تښتول شویو پروفیسرانو پکې درس ورکاوه.‌

نا معلومو وسله والو په کابل کې د امریکايي پوهنتون دغه دوه استادان چې یو یې د امریکا او بل یې د اسټرالیا اوسیدونکی دی ، پروسږوکال د اګست په میاشت کې وتښتول.‌

په ویډیو کې کیون کینګز چې امریکایي دی او ټیموتي جان ویکس چې د اسټرالیا دی د امریکا نه غواړي چې د هغوي د ژوند د ژغورلو او خوشې کیدو لپاره د طالبانو سره مذاکرات وکړي.‌

هغوي د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته وایي چې " طالبان د بګرام او څرخي پله د زندانونو نه د خپلو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي."

په ویډیو کې د امریکایي پوهنتون دواړو استادانو د خپلو کورنیو نه غوښتي دي چې د هغوي د خوشې کیدو لپاره دې د متحده ایالاتو په حکومت فشار راوړي.‌

د ویډیو په یوې برخې کې کیون کینګز وایي " مونږ نه پوهیږو چې طالبان به مونږ ته نوره څومره حوصله وکړي، ستاسو نه هیله کوم د حکومت نه وغواړئ چې د دوي سره خبرې وکړي."

ویډیو د همدې روانې (جنوري) د میاشتې په لومړۍ نیټې ثبت شویده. امریکایي ځواکونو یوازې څو ورځې وروسته چې دغه کسان د کابل نه وتښتول شول، د ننګرهار په ولایت کې په یو ځای چاپه واچوله او ګمان یې کاوه چې تښتول شوي کسان به همدلته ساتل شوي و، خو د چاپې پر وخت یې هغوی پیدا نکړل.‌

وسله والو طالبانو د دې ویډیو د خپرولو تر څنګ خبرداری ورکړی چې که چیرته بیا امریکایي ځواکونو دغه شان اقدام وکړ ،" د تښتول شویو کسانو ژوند به د زیات خطر سره مخ کړي."

وسله والې ډلې په افغانستان کې وخت نا وخته خلک د پیسو د پاره تښتوي خو ځینې ډلې بیا د سیاسي ګټو د پاره بهرنیان تښتوي.‌ وسله والو طالبانو پروسږکال د هغې امریکایۍ او کاناډایي خاوند ویډیو هم خپره کړله چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د افغانستان د شمال نه تښتولي و.‌

XS
SM
MD
LG