د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمیار: د ټاکنو کمیسیون دې نتایج اعلان کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د چهار شنبې په ورځ د ( ډسمبر ۴ مه) امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیو دي د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه، انتخابات یو ګټونکی لري او نور کاندیدان باید خپله ناکامي ومني.

مسلمیار وویل، خلکو د خپل وس په اندازه ټاکنو کې برخه واخیسته او حالت هیڅکله کړکیچ ته نه ځي.

نوموړي څرګنده کړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون څو ځله خپل طرز العمل او لایحه تر پښو لاندې کړې، نور باید دا تخطي ونکړي او هر څومره چې ژر کیږي باید خپل مسولیتونه ادا کړي.

د مشرانو جرګې رئیس همدارنګه د جمهوري ریاست د ځینو کاندیدانو له خوا د ګډ حکومت جوړولو وړاندیز هم غیرقانوني وباله.

د فضل هادي مسلمیار بشپړه مرکه لاندې وګورئ:

د مسلمیار مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:52 0:00
XS
SM
MD
LG