د لاس رسي وړ اتصالات

د 'ثبات او همپالنې' ټاکنیز ټکټ مظاهره په سوله ییز ډول پای ته ورسېدله


د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ د کاندید عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهره د یوې شپږ مادیزې قطعنامې په وړاندې کولو سره په کابل ښار کې پای ته ورسېدله.

د دغه ټاکنیز ټکټ سلګونو پلویانو نن جمعه د نومبر پر ۲۹مه د «لېندۍ پر۸مه» د کابل ښار له څو برخو څخه مظاهرې پيل کړې او تر غرمې وروسته ۱:۳۰پای ته ورسېدې.

یادو کسانو ویل، د مظاهرې هدف یې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې او تر هغه وروسته د شوو درغلیو په اړه غږ پورته کول دي.

د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ په پرېکړه لیک کې راغلي، چې د افغانستان خلک دا ځل اجازه نه ورکوي" چې په درغلیو راغلی دولت د هغوی پر برخلیک حاکم شي" او وايي، د ټاکنو کمېسیون هم باید د ټاکنو په قانون، طرزالعملونو او لوایحو باندې عمل وکړي او د یو «ځانګړي ټاکنیز ټکټ» پر ځای د افغانستان د خلکو غږ وواري.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي:"د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره د ۳۰۰زره غیر بایومیټریک او جعلي رای لیري کړي او د ټاکنو په بهیر کې خپل بې طرفي ثابته کړي، که داسې ونه کړي د ټاکنو د سیاسي کړکېچ مسؤلیت او د هغه د پایلو مسؤلیت به یې د ټاکنو کمېسیون په غاړه وي."

دغه ټاکنیز ټکټ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې"د روان کړکېچن وضعیت په درک کولو سره" قانوني لور ته د ټاکنو بهیر په برخه کې مرسته وکړي.

د دغه پرېکړه لیک په یوې برخې کې راغلي:"نړیوال همکاران باید اجازه ورنه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا مخکنیو تورو تیارو او غیر ولسواک نظامونو ته وګرځي،د۲۰۱۹ کال ټاکنې د دیکتاتورۍ او ولسواکۍ ترمنځ یو خط دی".

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ پلویانو ویل، که د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یې غوښتنې په نظر کې ونه نیسي، خپلو سوله ییزو اقداماتو ته به ادامه ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې او د ټاکنو کمېسیون ویاندویانو هم په دې اړه له امریکا غږ سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG